یوناما: طالبان دې د ښځو د بنسټیزو حقونو د تضعیفولو لړۍ ودروي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د ښځو پر خلاف له تاوتریخوالي سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر خلاف د تاوتریخوالي د پای ته رسولو پر خلاف دې بېړني اقدامات وکړي او د ښځو د بنسټیزو حقونو د تضعیفولو بهیر دې ودروي.

د یوناما په اعلامیه کې چې نن (دوشنبه، ۵ د لیندۍ) خپره شوې، راغلي چې افغانستان لاهم په لوړه کچه د ښځو پر خلاف د تاوتریخوالي لوړه کچه لري او د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو پر خلاف د روانو تبعیضونو له امله دا تاوتریخوالی وخیم شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا ويلي: «موږ د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره په یوه حیاتي نقطه کې یو. په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر خلاف د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او عدالت د تأمین لپاره بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لرو.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځینه برخې استازې السیون دیویدیان ويلي، چې اوس مهال په هیواد کې ښځې او نجونې د تېرو نسلونو په پرتله کم حقونه لري او دا ځوروونکې ده.

دې د افغانستان د ښځو د ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې پر هلو-ځلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې «باید د هغوی د استقامت، رهبرۍ او پیاوړتیا په برخه کې پانګونه وکړو».

د یوناما په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په هیڅ ځای کې هم د ښځو پر خلاف تاوتریخوالی توجیه کېدلای نه شي.

دې دفتر ویلي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د قرباني ښځو او نجونو اړتیاوو ته د ځواب ویلو په تړاو پر خپله ژمن ولاړ دي او په قاطع توګه د هغوی د حقونو دفاع کوي.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو سخت محدودیتونه لګولي دي. اوس مهال ښځې او نجونې د زده کړو، کار او ازاد تګ-راتګ له حق څخه محرومې دي.

د تېرو دریو کلونو پرمهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو د هیوادونو او نړیوالې ټولنې له ټینګار سره-سره طالبانو خپل بندیزونه او محدودیتونه سخت کړي دي.