کندهار کې د وحشي مرغانو ښکار او نیول؛ خلک یې نسل ختمېدو ته اندېښن دي

کندهار، ارزګان، زابل، فراه او دایکندي د هیواد له هغو ولایتونه دي چې د وحشي مرغانو مختلف ډوله نسلونه لکه بازان، شاهینان، باښه، زرکې او کرکان پکې زیات پیداکېږي؛ خو د تېرو څلویښتو کلونو راهیسې د دې نایابه مرغانو نسل د ښکار او قاچاق له کبله په ختمیدو دی.

افغانستان چې یو غرنی هیواد دی د بازانو نهه ډوله او نور نایاب مرغان لري. عربان چې د دې مرغانو، په ځانګړي توګه د بازانو د پیرلو لپاره لوړه بیه ورکوي، نو ځکه یو شمیر قاچاقبر تل هڅه کوي چې یاد مرغان پیدا او په یوه لاره یې تر عربانو ورسوي، چې دې چارې د بازانو او نورو مرغانو نسل ته جدي ګواښ پیښ کړی او خلک یې د مخنیوي غوښتنه کوي.

کندهار کې د زینتي او وحشي مرغانو پلورنکی عبدالهادي وایي، چې د بازانو نسلونه تر ډیره د کندهار په غورک، پنجوایي او ارغستان، د ارزګان په خاص ارزګان او د دایکندي په سنګ تخت او بندر ولسوالیو کې پیداکېږي، چې په وینا یې د غرنیو سیمو خلک دا وحشي مرغان په خپله نیسي او وروسته یې په بازارونو کې پلوري.

هغه د دې نایابه مرغانو په اړه وویل: «د افغانستان ټولې غرنۍ منطقې د وحشي مرغاتو او ژویو ښکاریان لري پخوا هرچا دا کار کولای شو اوس یې یوازې هغه خلک کوي چې په غرو کې یې هلته کورونه شتون ولري، بیا دوی په پټه هلته مرغان نیسي، د کندهار ترڅنګ ارزګان، زابل، دایکندي او فراه ډير بازان لري او دا وحشي مرغان تر ډيره دلته په غرو کې ژوند کوي، کوم خلک چې دا بازان ونیسي هغوی یې بیا وروسته په انلاین بازار کې پر پاکستانیانو، هندوانو او عربانو خرڅوي، هغه څوک چې نه ورسره پوهېږي هغه یې د چغکو په بازار کې خرڅوي، خو که څوک ورسره پوه شي هغوی یې په ډالرو باندې پر عربانو خرڅوي، ما په خپلو سترګو عربان لیدلي چې کندهار ته په بازانو پسې راغلي او نیولي یې دي.»

د مرغانو دغه پلورنکي زیاتوي، چې افغانستان کې د غرني او ځنګلي مرغانو نسلونه تېر کلونو کې زیانمن شوي او ډير شمېر یې له خپلو ځالو څخه نورو هیوادونو ته کډوال شوي.

کندهار او د سویل نورو ولایتونو ته هرکال یو شمیر عربان راځي او دلته د ځانګړو مرغانو ښکار کوي/ خواله رسنۍ

په دې ولایت کې د مرغانو بل پلورنکی عبدالنافع وایي، چې دغلته د مرغانو ډير ډولونه ورک شوي او یوازې یې ځينې عام ډولونه پاتې دي.

د مرغانو دا پلورنکی زیاتوي، چې تېر کلونه هیواد کې د کورنیو جګړو له کبله د زیات شمېر زینتي او وحشي مرغانو نسلونه له منځه تللي او نسلونو دوام لپاره یې کومې هڅې نه دي شوي.

نوموړي وویل: «افغانستان خو رقم، رقم مرغان لري مثلا بازان، باښه، شاهینان، زرکې، کرکان، خرګټي، سي سۍ، میناګانې او د بلبل پر رقم نسلونه لري، خو خبره دلته ده چې دا مرغان د خلکو لخوا نیول کېږي، طالبانو یې پر نیولو بندیز لګولی، خو د هغو سیمو خلک یې په پټه نیسي، څوک په خبریږي لا نه، دا عربان چې راشي هغه دا زموږ بازان او نور مرغان ډیر ګران رانیسي، پخوا په چوغک بازار کې هم دا مرغان خرڅېدل، خو چې اوس طالبانو بندیز پر لګولی اوس یې بیې نورې هم کرانې شوي.»

د زینتي مرغانو دا پلورنکی وایي، وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت افغانستان کې د مرغانو پر ښکار او نیولو بندیز لګولی ښکاریانو نیول شوي مرغان پاکستان ته قاچاق کوي او هلته یې په لوړه بیه پلوري.

کندهار کې د وحشی مرغانو نسل د ورکیدو له ګواښ سره مخ دی

دغه راز کندهار کې د مرغانو یو ښکاري چې ځان په مستعار نوم پیر اغا راپیژني، وایي اوس د سویلي حوزې خلک زینتي مرغان ښکار کوي او په انلاین توکه یې پلوري.

نوموړی وایي، که څه هم طالبانو د وحشي او زینتي مرغانو پر ښکار بندیز لګولی، خو په خبره یې چې ځینې عربان افغانستان ته د خپلو شخصي اړیکو پر اساس راځي او دلته د مرغانو ښکار کوي.

دده په وینا: «عربان راځي او دلته د والیانو سره د شخصي اړیکو پر بنست مېلو ته ځي، بازان نیسي، خرګټي ښکار کوي، مېلې کوي نور ډول ډول حیوانات نیسي هغو ته څوک څه نه وایي، خو موږ چې د دې خاوري خلک یو دغه مو ځای او خپل محل مو دی دوی وایي دا مرغان مه ښکار کوئ، باید اول چارواکي منع شي بیا عام خلک، پخوا هر څوک ولسوالیو ته د ښکار لپاره تلل، خو اوس څوک نه شي تللی.»

کندهار کې د طالبانو د چاپیریال ساتنې ریاست مسوولین وایي، دغلته یې د مرغانو ښکار او نیول بند کړي

بلخوا کندهار کې د طالبانو د چاپیریال ساتنې ریاست مسوولین وایي، چې د وحشي مرغانو او حیواناتو پر ښکار او نیولو یې بندیز لګولی او له سرغړونکو سره جدي چلند کوي.

د کندهار چاپیریال ساتنې ریاست کې د طبیعي میراثونو لپاره د طالبانو مدیر عبدالروف مجددي وایي، په سرحدي سیمو کې چې کوم مرغان او حیوانات زموږ د خاورې څخه نورو هیوادونو ته اوړي مخه به یې نیول کېږي.

هغه وایي، تراوسه یې کندهار کې د ګڼو وحشي مرغانو د قاچاق او ښکار مخه نیولې او په وینا یې چې د طالبانو له امنیتي ځواکونو سره یې په ګډه د دې مرغانو د ښکار او نیولو مخنیوی کوي.

مجددي وویل: «د ریاست الوزرا د مقام لخوا د ۱۱۴ ګڼې فرمان په اساس چې په ټول افغانستان کې د وحشي حیواناتو، مرغانو، خزنده ګانو او ماهیانو قاچاق او ښکار او همدارنګه د ځنګلي بوټو قطعه کول او خرڅول ممنوع دي، نو په همدې اساس زموږ د چاپیریال ساتنې ریاست هر وخت نظارت کوي او د پولیسو سره یې ځانګړې همغږي رامنځته کړې چې په نتیجه کې یې د مرغانو او حیواناتو د ښکار مخه نیول شوې.»

یاده دې وي چې پر ښکار د طالبانو له بندیر سره سره د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د وحشي مرغانو ښکار او نیول دوام لري او خلک په پټه او ښکاره یاد مرغان نیسي او نورو سیمو ته یې د پلور په موخه قاچاق کوي.