په ارزګان ولایت کې د تېرو څو لسيزو جګړو له امله پاتې ناچاوده توکي اوس هم د خلکو ژوند ګواښي او خلک د دغه توکو د خطر له امله خپلې ورځنۍ چارې په ډاډه زړه نه شي ترسره کولای او دې چارې یې رواني او ټولنیز حالت ته زیان رسولی دی.
یوه وروستۍ پېښه، چې څو ورځې وړاندې د دې ولایت د مرکز ترينکوټ ښار په «کوټوال» سیمه کې رامنځته شوه د یو ماشوم لاس او پښه یې واخیستل؛ دغه او ورته سیمې هغه ځایونه دي چې له نږدې دوو لسيزو راهیسې پکې جګړې شوي او د دغه جګړو څخه پاتې ماینونه او نور ناچاوده توکي د خلکو ژوند ته خطر دی او هره ورځ د یوې نوې پیښې اندیښنه موجوده وي.
د کوټوال سيمې يو اوسيدونکی شاولي وايي، په سيمه کې یې د شته ناچاوده توکو له امله خپل ماشومان په کورونو کې ساتي او نه يې پريږدي چې له کور څخه بهر شي.
نوموړی زیاتوي، چې د پلي لارو په ګډون په استوګنځايونو او کرنيزو ځمکو کې پخواني ښخ کړل شوي ماينونه او ناچاوده توکي شته چې خلک نه شي کولای په اسانۍ سره خپل د ژوند چاري ترسره کړي.
شاولي وویل :«زموږ په دغه سيمه ک پخواني ناچاوده توکي پاتې دي هر ځای چې خاورو کې لاس ووهې هلته به ناچاوده توکي په لاس درشي د سيمې د ټولو خلکو ژوند ډير ورسره په ستونزو کې دی د ورځې او د شپې د خپلو ماشومانو څارنه کوو ټول مو کورونو کې بنديان کړي دي ځکه ځمکه ټوله د خطر ډکه ده.»
د ارزګان د يو شمير نورو سيمو اوسيدونکي هم له ورته ستونزې شکایت کوي او وایي، چې تراوسه یې د ماین پاکۍ اړوند موسېساتو ستونزو ته رسیدګي نه ده کړې.
د مرکز ترينکوټ اړوند شاه مصنورو سيمې يو اوسيدونکي عبدالله خان وايي، چې د ناچاوده توکو د شته ګواښونو له امله اړ شوی چې خپله سيمه پريږدي او بلې سیمې ته کډه انتقال کړي.
هغه زیاتوي، چې يوځل د جګړو له ويرې د خپل سيمې څخه وتلي، خو اوس چې جګړې دريدلي د ناچاوده توکو له ويرې نه غواړي خپل کلي او کور ته ستانه شي.
نوموړي وویل: «يو ځل خو جګړې وې ټولو خلکو کلي پريښودلي وو، کله چې جګړې بندې شوې موږ کلي ته راغلو، ټول کلی مو په ناچاوده توکو لړلی دی زما په ګډون ډيرې کورنۍ دلته کلي ته رانغلې ويريږي چې ماشومان به مو د ناچاوده توکو قرباني شي.»
د همدې سيمې يو بل اوسيدونکی حضرت محمد چې خپله اړ شوی په غيرې مسلکي ډول خپله سيمه د ناچاوده توکو څخه پاکه کړي. نوموړی ادعا کوي چې د ناچاوده توکو په له منځه وړلو کې نه حکومت او نه هم اړوندو موسېسات ورسره همکاري کړې.
هغه وايي، که څه هم د ناچاوده توکو څخه د سيمو تصفيه کول د خطرونو ډک کار دی، خو په وينا يې چې د ژوند د دوام لپاره اړ دی ترڅو خپله ناچاوده توکي راټول او په يو خوندي ځاي کې یې واچوي.
محمد وویل: «حکومت ته مو عاريضې وکړې موسېساتو ته مو ورغلو چې راشئ دغه زموږ سيمې د ناچاوده توکو څخه پاکي کړې، خو هيچا زموږ غږ نه دی اوريدلی، دغه دوې مياشتې کېږي چې هره ځای ناچاوده توکي په لاس راځي دلته يې راوړم او يو لويي کنده کې یې اچوم بل لاره نشته موږ مجبوره يو چې خپله خپلې سيمې د ناچاوده توکو څخه پاکې کړو.»
ورته مهال ارزګان کې د طالبانو ځايي مسوولين هم تاييدوي، چې د ياد ولايت په مرکز او ولسواليو کې د کلونو راهیسې ناچاوده توکي پاتې دي چې وخت ناوخت د عامو خلکو ژوند اخلي.
د دې ولايت لپاره د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند بلال ارزګانی وايي، چې د تېرو څو مياشتو په موده کې د دغې قومندانۍ د ناچاوده توکو سره د مبارزې ادارې په ګڼو سيمو کې ناچاوده توکي له منځه وړي او زياتې سيمې يې پاکې کړي دي.
هغه ژمنه کوي، چې د ارزګان د مرکز په ګډون به ټولې هغه سيمې د ناچاوده توکو څخه پاکې کړي چې دامهال خلک ورسره په ستونزو کې دي.
نوموړي وویل: «رښتيا هم زموږ د ولايت په بېلابېلو سيمو کې ناچاده توکي شته چې وخت ناوخت د عامو خلکو ژوند ګواښي په دې برخه کې موږ جدي هڅې پېل کړي دي، په تېرو څو مياشتو کې موږ ډيرې سيمې د ناچاوده توکو څخه پاکې کړي، زموږ د ماين پاکۍ د انجينرۍ ټيم د ارزګان په مرکز او ولسواليو کې په دې برخه کې فعاليت کوي ولسونو ته ډاډ ورکوو چې ډير ژر به ټولې سيمې د ناچاوده توکو څخه پاکې شي او خلک به په ارامۍ سره ژوند کولو ته وګرځي.»
ارزګان کې خلک داسې مهال د ناچاوده توکو له شتون شکايت کوي، چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د ماين پاکي دفتر خبر ورکړی و، چې افغانستان کې د ۲۰۲۱ له اګست څخه د ۲۰۲۴ تر جنورۍ پورې د ناچاوده توکو چاودونو له کبله یو زرړ ۴۹۷ کسانو د سر زیانونه ليدلی، چې ډیری یې ماشومان دي.