اطلاعات روز: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، چې سږکال له ایران څخه سلګونه زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې بېرته ستنېدو ته اړ شوي دي.
دغه سازمان نن (شنبه، ۱ د مرغومي) د یوې وېډیو په خپرولو سره ویلي، چې له سپټمبر راهیسې له ایران څخه د افغان اتباعو په ستنېدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
ایراني چارواکو ویلي، چې د روان میلادي کال تر پایه به دوه میلیونه بې اسناده کډوال وباسي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ بیا ویلي، چې د کډوالو ستنېدل باید په عزت، داوطلبانه او خوندي توګه ترسره شي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې له راستنیدونکو کډوالو سره نغدي او د ساتنې مرستې کوي او مرستې یې هغو سیمو کې دوام کوي، چې راستنیدونکي پکې اوسیږي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) ویلي، چې دوی به خپل کار ته دوام ورکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې راستنیدونکي د ژوند او پرمختګ لپاره د ملاتړ او خدماتو څخه برخمن دي.
پر افغانستان د طالبانو بیا ځل حاکمیت سره ګڼ شمیر هیواد وال کډوالۍ ته اړ شول، چې ډیری یې پاکستان او ایران ته کډوال شول؛ خو اوس دغو دواړو هېوادونو د کډوالو د شړلو پرېکړه کړې او په دې ورځو کې د ایستلو لړۍ روانه ده.