د ايران پر پوله ماین چاودنې شپږ افغانان ووژل

اطلاعات روز: نیمروز کې ځایي سرچینې وایي، چې د ایران سره پر پوله د سیستان او بلوچستان په سیمه کې د یو ښخ کړي ماین په چاودنه کې شپږ افغانان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

سرچینې زیاتوي، چې دغه پیښه نن (چهارشنبه، ١٢ د مرغومې) سهار وختي هغه مهال رامنځته شوې کله چې یوه ډله افغان کډوالو غوښتل په غیر قانوني ډول ایران ته ولاړ شي.

یوې سرچینې وویل، چې دغه افغان کډوال د سفر پرمهال د سیستان او بلوچستان اړوند سیمه کې پر یوه ماین برابر شوي او په ترڅ کې یې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د دې پیښې او د قربانیانو اړوند نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

د دغه افغانانو هویت تراوسه نه دی په ډاګه شوی او نه هم نیمروز کې طالب چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمیر سرچینې ادعا کوي، چې د ایران دولت دغه هیواد ته د غيرې قانوني کډوالو د مخنيوي په موخه په خپلو سرحدي سیمو کې ماينونه ښخ کړي دي.