د ننګرهار محبس کې نشه یي توکي تر بندیانو پورې رسېږي

Photo: Social media

د ننګرهار په محبس کې یو شمیر سرچېنې وایي، چې په دې زندان کې نشه یي توکي تر بندیانو رسول کېږي او دغلته د روږدو بندیانو شمیر ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دی.

سید عبدالناصر چې دا یې مستعار نوم دی او تازه د ننګرهار له محبس خوشې شوی، اطلاعات روز سره په خبرو کې ادعا کوي چې د زندان لپاره د طالبانو ساتوونکي د مختلفو لارو نشه یې توکي تر بندیانو پورې رسوي.

د هغه په خبره نشه یي توکې په زندان کې پلورل کېږي او ډېری بندیان د بندخونې دننه روږدي شوي دي.

عدالناصر زیاتوي: «زما یوه اوونۍ کېږي چې د ننګرهار محبس څخه خوشې شوی یم، اووه میاشتې پکې بندي وم محبس کې پر نشه یي توکو د روږدو بندیانو شمیر ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دی؛ ځکه زیاتره بندیان د خپل پام غلطولو لپاره هم نشه کوي او دا نشه یي توکي ورته د زندان د کارکوونکو له لوري راوړل کېږي د دوی تداوي هم په سم ډول نه ترسره کېږي او زیاتره یې په مختلفو ساري ناروغیو اخته شوي هم دي او پر نشه یي توکو د اخته کسانو له کبله نور بندیان هم سخت په ستونزو کې دي.»

یو بل بندي چې نه غواړي نوم یې خپور شي هم تاییدوي چې د ننګرهار په محبس کې بندیانو ته نشه یي توکي رسیږي.

نوموړی د بندیانو پر نشه یي توکو د اخته کېدو لامل اسانه نشه یي توکو ته لاسرسی او دغه راز د بنديانو د دوسيو ځنډ هغه ستونزه ده چې له امله یې زیاتره بندیانو نشه یي توکو ته مخه کړې ده.

سرچینه زیاتوي: «په محبس کې داسې خلک شته چې تراوسه یې محکمه نه ده شوې او دلته بې سرنوشته پراته دي دوسېې یې نه څېړل کېږي، نو مجبوره دي چې نشه یي توکو ته مخه کړي او محبس ته نشه یي توکي د زندان د کارکوونکو له لوري له طالبانو سره په همغږۍ او سلاح مشوره راوړل کېږي؛ غوښتنه مو دا ده چې باید په محبس کې د نشه یي توکو مخنیوی وشي او اخته کسان باید تداوي شي.»

نوموړی د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو د بندیانو دوسیو ته د رسیده ګۍ سربېره په زندانونو کې د نشه یي توکو پر مخنیوي ټينګار کوي.

سرچینې وایي، چې د ننګرهار په محبس کې زندانیان شیشه، ټابلیټ کا، چرس او نورې بېلابېل نشه یي توکي کاروي/ خواله رسنۍ

«پخوا به خلکو ویل که یو کس بندي شي نو سړی به شي، خو اوس د طالبانو په حکومت کې چې بندي شې نو یا به پر نشه یي توکو اخته یې او یا به دې عصبي توازن له لاسه ورکړی وي.»

دا د تمیم احمد په نامه د بل هغه زنداني خبرې دي چې د ننګرهار محبس کې پر نشه یي توکو اخته شوی او دوه میاشتې پوره کېږي چې خوشې شوی دی.

هغه زیاتوي چې ډیری زندانونه په داسې خونو کې دي، چې د بندیانو ساتل پکې ناشوني دي او ډیری وختونه په هغو خونو کې د لس بندیانو پر ځای تر ۲۰ بندیان ساتل کېږي.

هغه وايي، د محبس په داخل کې یې نشې ته مخه کړې او په وینا یې، هغه خونه کې چې دی ساتل کیده زیاتره یې پر نشه ‌يي توکو روږدی وو او دا یې اړ کړ چې نشه‌يي توکي وکاروي.

د نوموړي په وینا پر نشو اخته‌ کېدو یې ژوند ور تریخ کړی او غواړي په ټولنه کې د یوه عادي کس په څېر ژوند وکړي.

تمیم احمد زیاته کړه: «زه یو نېم کال د ننګرهار محبس کې بندي وم او هغه خونه کې چې زه پکې وم زیاتره نور زندانیان یې پر نشه یي توکو اخته وو، بس زه یې هم پر نشه روږدی کړم ما په څو ځلي د زندان له مسوولانو غوښتنه وکړه؛ چې دغه خونه کې ټول پر نشه یي توکو اخته دي او زه نه غواړم له دوی سره پاتې شم، خو هغوی زما خبره ونه منله نو اوس شېشه، چرس، ټابلیټ کا او نور نشه کوونکي توکي کاروم ډیره هڅه مې وکړه چې دا نشې پریږدم خو بس الله دې رحم وکړي.»

د هغه په خبره د طالبانو له لوري له بندیانو سره توپیري چلن او ځینې نور موارد هغه لاملونه دي چې له امله یې بندیان نشو ته مخه کوي.

مونږ هڅه وکړه د یادو ادعاوو په اړه د ننګرهار محبس لپاره د طالبانو له رییس سره خبرې وکړو، خو له هڅو سره سره یې زمونږ اړېکه ځواب نه کړه.

د ننګرهار په محبس کې د معتادینو د درملنې کلینیک/ استول شوی

په همدې حال کې د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند طایب حماد بیا هغه ادعاوې ردوي چې ګوندې نشه یي توکې په محبس کې پلورل کېږي.

د نوموړي په خبره هغه کسان چې له پخوا پر نشه یي توکو روږدي وو، د هغوی د درملنې لپاره یې د محبس په داخل کې د عامې روغتیا ریاست د ۱۷۰ بستریز روغتون په همکارۍ لس بستریزه روغتیایي مرکز فعال کړی دی.

حماد زیاته کړه: «دا ادعاوې بې بنسټه دي چې محبس ته نشه یي توکي داخلیږي او بیا هلته پلورل کېږي ځکه هلته قوي نظارت کېږي او دغه راز هغه کسان چې له پخوا پر نشه یي توکو اخته وو، د هغوی د درملنې لپاره مو د محبس په داخل کې لس بستریز کلینیک فعال کړی او په نوبت وار ډول پکې د ۴۵ ورځو لپاره د روږدو کسانو درملنه کېږي.»

د نوموړي په خبره په دې وروستیو کې یې دغه ولایت کې د نشه یي توکو د مخنیوي پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړې او یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې یې لسګونه کسان د نشه یي توکو د پير او پلور او دغه راز د قاچاق په تور نیولي دي.

له دې وړاندې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسوولانو هم ویلي و، چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

 دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي و، چي په زندانونو کې یې د نشه يي توکو د کاروبار د مخنیوي په موخه څارنه سخته کړې ده.

یاد وزارت ویلي و، هغه کسان چې زندانانونو ته د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېل وپېژندل شي سخته سزا به وویني.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه