یونیسف: په ۲۰۲۴ کال کې ۵۰۰ ماشومانو ته د جګړې څخه د پاتې مهماتو د چاودنو له امله مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، چې په ۲۰۲۴ کال کې تر ۵۰۰ ډېر ماشومان د جګړې د پاتې ناچاودو توکو د چاودنو له امله مړه یا ټپیان شوي دي.

د یونیسف دفتر نن (یکشنبه، ۱۶ د مرغومي) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې تېر کال یې شاوخوا درې میلیونه ماشومانو او د هغوی پالوونکو ته د چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه روزنه ورکړې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې بیا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې ۴۵۵ کسان د چاودیدونکو توکو د خطرونو سره تړلو پېښو کې وژل یا ټپیان شوي دي.

د دې ادارې په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې ۳۵۹ قربانیان ماشومان وو.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې زیاته کړې چې په روان کال کې یې په افغانستان کې د چاودیدونکو موادو له خطرونو سره تړلې ۲۳۴ پېښې ثبت کړي دي.

یادې کمېټې ویلي، چې افغانستان لاهم د چاودیدونکو توکو پر وړاندې یو له متضررو هېوادونو څخه دی.

د څو لسیزو جګړو له امله د افغانستان ځمکه په ماینونو او چاودیدونکو موادو ککړه شوې ده.

ملګري ملتونه وایي، چې په افغانستان کې درې میلیونه خلک له جګړې څخه د پاتې ماینونو او چاودیدونکو توکو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي.

سره صلیب ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې یې د افغانستان له سرې میاشتې ټولنې سره یو ځای د هېواد په کچه تر ۲۴۰ زرو زیاتو خلکو ته د پوهاوي پروګرامونه برابر کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته