اطلاعات روز: د بشري مرستو د همغږۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر وایي چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیون وګړي چې تقریبا د هیواد د نفوس یو پر درې برخه کېږي، د ژوندي پاتې کېدلو لپاره خوراکي او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري.
اوچا نن (دوشنبه، ۱۷ د مرغومي) پر ایکس د دې شمېرو په اعلانولو سره لیکلي چې د بشرپالو شریکانو لپاره ۱۴.۲ میلیون وګړو ته د مرستې رسول لومړیتوب دی او د دې خلګو د ملاتړ لپاره ۱.۰۹ میلیارد ډالریزې بودجې ته اړتیا لري.
دې دفتر وړاندې ویلي و چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیون وګړي بشرپالو مرستو ته اړتیا ولري او د مرستې رسونې لپاره ۲.۲۴ میلیارد ډالرو بودجې ته اړتیا ده.
اوچا د ۲۰۲۴ کال پر مهال د افغانستان وګړو ته د مرستې رسونې لپاره د ۳.۰۶ میلیارد ډالریزې بودجې غوښتنه کړې وه؛ خو د ملګرو ملتونو له وروستیو راپورونو سره سم د دې بودجې یوازې ۴۰ سلنه تأمین شوې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې د بودجې د کمښت له وجې سږ کال په ژمي کې نشي کولای چې په افغانستان کې له اوو میلیون وګړو سره مرسته وکړي.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د بېړنۍ څانګې رییس پائولین ایلوف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دا پروګرام له دوو اړمنو کورنیو څخه یوازې له یوې سره مرسته کولای شي.
ده ویلي چې د افغانستان په سخت ژمي کې اړمنې کورنۍ نشي کولای چې د مرستې له تر لاسه کولو پرته ماشومانو ته خوراک برابر کړي او یا کور ګرم وساتي.