اطلاعات روز: له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان (MWL) له دې ادارې سره د ۱.۵ میلیون ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی دی او موخه یې د پاکستان، چاد او افغانستان د ماشومانو اړتیاوو ته رسېدنه ده.
د یونیسف په اعلامیه کې چې پرون (سې شنبه،۲۵ د مرغومي) خپره شوې راغلي چې دا تړون په اسلاماباد کې د نړیوال کانفرانس « مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده کړې: فرصتونه او ننګونې» په څنډو کې په پاکستان کې د یونیسف د استازي او د اسلامي نړۍ د پیوستون د سازمان د ستراتیژیکو مشارکتونو د عمومي مدیرې ترمنځ لاسلیک شوی دی.
یونیسف ویلي چې د دې مرستې په مټ به په پاکستان او چاد کې د ماشومانو لپاره تعلیمي پروګرامونه پیل شي او په افغانستان کې به د میندو، نویو زېږېدلو ماشومانو او ماشومانو د پاملرنې له خدماتو سره مرسته وکړي.
په پاکستان کې د یونیسف استازي عبدالله فاضل ویلي چې دا تړون په پاکستان کې «د غیر رسمي زده کړو د زده کوونکو لپاره د زرغونو مهارتونو په زده کړه» کې مرسته کوي، تر څو ځوانان او په ځانګړې توګه نجونې په زرغونو او ډیجیټل مهارتونو سره سمبال کړي.
هغه زیاته کړې چې دا پروګرام به د دوی د کار موندنې وړتیا زیاته کړي او هغوی ته به ځواک ورکړي چې د یوه پایدار راتلونکې برخه شي.
د یونیسیف استازي ویلي چې په چاد کې له دې مرستې څخه د «د لاک سیمې د قرآني مدرسو د عصري کولو» په پار ګټه اخیستل کېږي او موخه یې د قرآني مدرسو د زدهکړې د چاپېریال ښه کول دي. دې کې د ښوونکو روزنه، د ۱۲ نوو ټولګیو جوړول او ۵۰۰ زدهکوونکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرول شامل دي.
ده ویلي چې په افغانستان کې د دې مرستې یوه برخه د «د میندو، نویو زېږېدلو ماشومانو او ماشومانو د روغتیایي خدمتونو د کیفیت ښه کولو» لپاره ځانګړې شوې ده تر څو د هېواد په کچه باکیفیته خدماتو ته لاسرسی زیات کړي.
د یونیسف استازي ویلي چې دا پروګرام به د روغتیایي مرکزونو د پیاوړتیا، په اړینو توکو د هغو په سمبالولو او د کلینیکي میتودونو د ښه کولو له لارې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه راکمه کړي.
د اسلامي نړۍ د پیوستون د سازمان د ستراتیژیکو مشارکتونو عمومي مدیرې شیما لقماني ویلي چې دا تړون د نجونو د زده کړو د ملاتړ په برخه کې د دې سازمان مهم نوښت دی او د میلیونونو نجونو په راتلونکي مثبت اغېز کوي.
هغې زیاته کړې چې په دې نوښتونو کې هغه پروګرامونه شاملېږي چې موخه یې د نجونو د زدهکړې په اړه د عامه پوهاوي زیاتول او د هغوی د قانوني حقونو په اړه د غلطو انګیرنو ختمول دي.
دغه تړون په داسې حال کې لاسلیک شوی دی چې طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې د نجونو زدهکړې منع کړې دي.
د اسلامي نړۍ د پیوستون د سازمان عمومي منشي شیخ محمد عیسی د اسلاماباد په کنفرانس کې ویلي چې په اسلام کې د نجونو د زدهکړې لپاره هېڅ محدودیت نشته او د زده کړې له حق څخه د نجونو او ښځو د محرومولو تر حق بل ستر «جنایت» نشته.