د کډوالۍ نړیوال سازمان: د ۲۰۲۴ کال په وروستیو درو میاشتو کې شاوخوا یو میلیون وګړي له ایران او پاکستانه افغانستان ته راغلي

اطلاعات روز: د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر له لومړۍ نیټې بیا د ډسمبر تر ۳۱ پورې له ایران او پاکستان څخه ۹۸۳ زره او ۵۵ تنه افغانستان ته راغلي دي.

دې بنسټ نن (چهارشنبه، ۳ د سلواغې) د یوه نوي راپور په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان پر پوله یې تګ-راتګ څارلی او په دې موده کې له افغانستانه ۷۴۰ او ۳۵۶ تنه یادو دوو هیوادونو ته تللي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د دې درو میاشتو پر مهال ۶۰۲ زره او ۳۸۴ تنه له ایران او ۳۸۰ زره او ۶۷۱ تنه له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.

دې بنسټ زیاته کړې چې په دې موده کې ۳۴۰ زره او ۷۴۱ تنه له افغانستانه ایران ته او ۳۹۹ زره او ۶۱۵ تنه له افغانستانه پاکستان ته تللي دي.

د دې بنسټ له راپور سره سم، ایران او پاکستان ته د افغانستان د وګړو د تګ عمده وامل اقتصادي مسایل، درملنه او د کورنۍ له غړو سره لیدل دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له پیله بیا د دې کال تر پایه له ایرانه د افغانستان د وګړو وتل دې هیواد ته د هغوی تر ورتګ په دوامداره توګه زیات و.

یاد بنسټ د دې لامل د دوو میلیون کډوالو د ایستلو په تړاو د ایراني چارواکو پرېکړه او په دې هیواد کې پر کډوالو د فشار زیاتېدل یاد کړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې که څه هم پاکستان هم د ایران په څېر د کډوالو د ایستلو هڅې پیل کړې دي، خو له دې هیواده د وتلو او ورتګ کچې تر یوه حده توازن درلود.

همدا راز دې بنسټ ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له پیله او بیا د همدې کال تر پایه له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته درې میلیون او ۳۸۶ زره او ۴۶۱ تنه راغلي او دوه میلیون او ۴۶۹ زره او ۲۹۹ تنه له افغانستانه یادو دوو هیوادونو ته تللي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال له پیله د افغانستان پر پولو د تګ-راتګ څارنه پیل کړې ده.

دا بنسټ د اسلام کلا، میلک، تورخم، سپین بولدک، ابو نصر فراهي، بارامچې، انګور اډې، غلام خان، نظرپستې او پټان پر لارو د تګ-راتګ د څار پر اساس خپلې شمېرې برابروي.

ایران او پاکستان د ۲۰۲۴ کال پر مهال د افغان کډوالو شړل زیات کړي او په بېلابېلو ښارونو کې کډوال نیسي او شړي یې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه