اطلاعات روز: د بشر حقونو څار سازمان د نړیوالې جنایي محکمې د څارنوال له لوري د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیونې غوښتنه په افغانستان کې «د لږې حساب ورکوونې لپاره یو اړین مسیر» ګڼلی دی.
د بشر حقونو څار سازمان کې د نړیوال عدالت مدیر لیز اونسون ویلي چې «دولتونه باید د نړیوالې جنایي محکمې د ماموریت په مستقیم علني ملاتړ سره د دې محکمې د کار ملاتړ وکړي».
ده ویلي چې دا غوښتنه باید یو ځل بیا له عمومي ژونده د افغانستان د ښځو او نجونو سیسټماټیک حذف او د طالبانو له لوري د همجنسپالو په نښه کولو موضوع ته د نړیوالو پام راواړوي.
د بشر حقونو څار سازمان دې چارواکي ویلي چې پر افغانستان د طالبانو پر واکمنۍ تر درو کالو زیات وخت اوړي او د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز په شمول د هغوی د حقونو سیسټماټیک نقض او د هغو کسانو ځپنه چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي، له هر ډول احتساب پرته تشدید شوي دي.
ده همدا راز د پخواني حکومت او امریکايي ځواکونو له لوري په افغانستان کې د بشري حقونو د ترسره شویو سرغړونو په تړاو د نړیوالې جنایي محکمې له لوري د ارزونې غوښتنه کړې.
د نړیوالې جنایي محکمې څارنوال کریم خان نن اعلان وکړ چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو په موخه یې خپله غوښتنه ثبت کړې ده.
ده ویلي چې دفتر یې دې پایلې ته رسېدلی دی چې دا دوه تنه د افغانستان د ښځو او نجونو د جنسیتي ځورونې مسوول دي، هغه چې د روم د اساسنامې له مخې د بشریت پر خلاف جنایت ګڼل کېږي.
د نړیوالې جنایي محکمې څارنوال ویلي چې د یو شمېر نورو طالب چارواکو د نیولو په تړاو به هم غوښتنه وکړي.