د طالبانو بیاځل واکمنۍ له پیل سره په ټول هیواد کې زرګونه نجونې له زده کړو محرومې او په کور پاتې کېدو ته اړ شوې. د دې نجونو پر زده کړو بندیز نه یوازې د هغوی تعلیمي پرمختګ ته زیان اړولی، بلکې د رواني ناروغیو لامل هم ګرځېدلی دی؛ چې دې حالت کې ځینو نجونو د سوداګرۍ ډګر ته مخه کړې او هڅه کوي له یوې خوا ځان بوخت وساتي او د بلې خوا د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړي.
په نیمروز کې یو شمیر هغه نجونې او ښځې چې پخوا یې زده کړې کولې، اوس یې د دې ولایت په مرکز زرنج ښار کې رسټورانټونه جوړ کړي او له دې لارې یې ځان بوخت ساتلی دی. دوی وایي، چې پر زده کړو د طالبانو بندیز اړې کړې چې نورو کارونو ته مخه کړي او له دې لارې خپلې ټولنې ته وښیي چې په سختو شرایطو کې هم پرمختګ ممکن دی.
په زرنج ښار کې د يوه رسټورانټ مالکه پلوشه (مستعار) چې په یوولسم ټولګي کې له ښوونځي راګرځول شوې، وايي شاوخوا درې مياشتي کېږي چې په ښار کې يې د ښځو د تفريح او بېلابېلو خوړو لپاره ځانګړی رسټورانټ جوړ کړی او په دې سره یې هم د ځان او هم د نورو هغو نجونو لپاره د کار زمینه برابره کړې، چې له زده کړو منعه شوې دي.
نوموړې وویل: « درې مياشتې کېږي چې دلته مې يو رسټورانټ خلاص کړی هم ځان او هم مې نورو نجونو ته د کار زمينه برابره کړې ده، هره ورځ سهار د خوب د پاڅيدو وروسته دلته راځو او دشپې تر ناوخته پورې دلته اوسيږو زموږ دې خوړنځای ته يوازې ښځې راځي ځکه دا د ښځو لپاره جوړ شوی دی کله چې ښوونځي وتړل شول بله لاره نه وه موږ غوره وګڼله چې ځان په يوه تجارت بوخت وساتو.»
د زرنج ښار په يوې بلې څنډه کې بیا د عاطفې اسماعيلي په نوم يوې بلې متشبثې میرمن هم د «کافه نارنج» په نوم يو رسټورانټ خلاص کړی چې دامهال ورسره څلور نورې نجونې هم کار کوي.
دغه ميرمن وايي، کله یې چې په هرات کې د ښځينه سوداګرو له لوري د ښځو لپاره د خاصو ځايونو جوړيدل ولیدل، نو دې هم په دې برخه کې هڅه وکړه او د ۶۵۰زره افغانۍ په لګښت یې یو رسټورانټ جوړ او دامهال ښه ګټه ترلاسه کوي.
نوموړې وویل: «شپږ میاشتې وړاندې چې هرات ته تللې وم، هلته مې د ښځو لپاره ځانګړي رسټورانټونه ولیدل، د دې رسټورانټونو له مالکانو سره مې مشوره وکړه او بېرته راغلم او عملاً مې کار پیل کړ.»
د عاطفې په وینا، چې خوړنځای کې یې د تیارې شوېو خوړو ترڅنګ بېلابېل سندویچونه، اشتها پارونکي خواړه لکه اشک، منتو، بولاني، او د طبیعي څښاکونو ډولونه چمتو کېږي او هره ورځ لسګونه ښځې د خوراکي توکو اخيستلو لپاره ورځې.
د دغې ميرمنې په خبره، هيله لري چې په راتلونکي کې يې کاروبار وده وکړي او نورو کاريګرو ښځو ته هم کاري فرصتونه برابره کړي.
ورته مهال هغه ښځې او نجونې چې په دغو رسټورانټونو کې کار کوي، وايي خوشاله دي چې د نوښتګرو ښځو لخوا څخه دوی ته د کار زمينه برابره شوې او له دې لارې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.
محمدي چې پخوا يې په يو ښوونځي کې د ښوونکې په توګه دنده پرمخ وړله، وايي چې د ښوونځيو د تړل کيدو وروسته پر کور ناسته او د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ وه، خو اوس دلته د میاشتې ۸زره افغانۍ معاش اخلي او ژوند یې ښه روان دی.
نوموړې د طالبانو پر حکومت غږ کوي، چې د ښځو پر زده کړو لګول شوي بنديزونه ختم کړي او ښځو ته دې د زده کړو اجازه ورکړي.
هغې وويل: «زه دلته په ۸۰۰۰ افغانۍ کار کوم ډيره خوشاله يمه پخوا په ښوونځي کې ښوونکې ومه، خو کله چې ښوونځي بند شوي زه پر کور پاتې شومه هيله ده چې حکومت د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي ترڅو هغه نجوني چې دامهال پر کور ناستې دي يو ځل بیا ښوونيزو مرکزونو ته وګرځي.»
بلخوا هغه ښځې چې دغو خوړنځايونو ته د خوراکي توکو اخيستلو لپاره راځي، وايي د يادو رسټورانټونو و په جوړيدو سره د خوراکي توکو د اخيستلو په برخه کې هوسا شوي، خو زياتوي چې ښار ته په راوتلو سره د طالبانو د امربالمعروف رياست د کارکوونکو لخوا څخه زوريږي.
اسيه چې د خپلو نورو ملګرو سره دغلته د ښځو ځانګړي خوړنځای ته راغلي، وايي کله چې هم ښار ته راوځي د امربالمعروف کسان ورڅخه سختې پوښتنې کوي او د هغې څخه غوښتنه کوي چې کور کې پاتې شي.
دغه ميرمن پر ښځو د طالبانو لخوا لګول شوي محدوديتونه د انديښنې وړ بولي او وايي چې د يادو محدوديتونو له امله ډيرې ښځې په کورونو کې پاتې کېږي او د اړينو کارونو ترسره کيدو لپاره هم ښار ته نه راوځي.
نوموړې وویل: «دغه ډول رسټورانټونه جوړيدل زموږ لپاره ډير ګټور دي ځکه دلته موږ په ډاډه زړه راځو او خپل وخت تيروو، خو يوه ستونزه چې شته هغه د امربالمعروف رياست د کارکوونکو لخوا ده چې هر وخت ښځې په ښار کې وينې پوښتنې ورڅخه کوي ځکه ډيرې ښځې اوس په کورونو کې پاتې دي او د کور څخه بهر نه راوځي.»
پر افغانستان د طالبانو بیاځل حاکمیدو سره نه یوازې نیمروز کې ښځې له زده کړو، کار، ازاد تګ راتګ… منعه شوي بلکې د هیواد په ټولو ولایتونو کې یاد محدودیتونو وضعه شوي او ورځ تر بلې په دې برخه کې فشار زیاتیږي، چې له کبله یې ښځې د ناوړو وضعیت سره مخ دي.