د پرو لوبه یا قطعه بازي چې په افغانستان کې د ځوانانو ترمنځ د ډیرو کلونو څخه مشهوره ده، اوس د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري د منکراتو په ډله کې شمیرل شوې او وایي، چې دا لوبه قمار ته لار هواروي او له همدې کبله یې پیر او پلور سخت او ځوانانو ته هم اجازه نه ورکول کېږي، چې قطعه بازي وکړي.
کندهار کې ځوانان ادعا کوي، چې یوازینۍ فکري او بې زیانه لوبه چې دوی یې له ناوړه کړنو راګرځولي او ترمنځ یې ټولنیزې اړیکې پراخې شوي هغه د پرو لوبه ده، خو اوس طالبانو پر دې لوبه هم بندیز لګولی او نه پریږدي چې ځوانان په ازاد چاپیریال کې دا لوبه وکړي.
د کندهار ښار اوسیدونکی ۲۴ کلن علي احمد په دې اړه وویل: «د پرو لوبه په کندهار کې د کلونو څخه رواج لري، شوقیان یې ډیر دي په هر بانډار کې ځوانان د پرو لوبه کوي، خو اوس یې طالبان نه پریږدي، نو ډير ځوانان یې په پټه کوي.»
د دې ولایت د عینو مېنې اوسیدونکی سیدولي بیا وایي، طالبان پر ځای د دې چې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه کړي، د هغوی پر تفریح او خوشالۍ بندیزونه لګوي.
نوموړي وویل: «کندهار کې په زرګونه ځوانان بېکاره دي، اکثریت یې د بېکارۍ او مفلسۍ څخه په رواني ناروغیو اخته شوي، یوازې یو دغه سرګرمۍ ځوانانو ته پاتې وه چې د غلا، نشه يي توکو او نورو نارواوو څخه یې راګرځولي دي، خو هغه هم ورباندې بنده شوه، طالبان پر ځای د دې چې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه کړي پر هغوی د تفریح او خوشالۍ بندیزونه لګوي.»
په کندهار ښار کې یو تن مدني فعال د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې د پرو پر لوبه د طالبانو بندیز د کندهاري ځوانانو څخه د اړیکو پراخولو فرصت اخیستی دی.
نوموړی وایي: «قطعه بازي په کندهار کې د ځوانانو لپاره یو سرګرمي ده، موږ دغه لوبه د خپل ملګرو، دوستانو او کورنۍ د غړو سره یو ځای کوو، خو طالبانو د کندهاري ځوانانو څخه دا فرصت هم اخسیتی دی، چې اوس د دې له وجې ځوانان کم سره راټولیږي او لږ مجلسونه کوي.»
هغه زیاتوي، چې د پرو لوبه نه یوازې دا چې یوه سرګرمي ده بلکې کندهار کې یو فرهنګي فعالیت هم دی چې د ملګرو ترمنځ د بحث یوه موقع برابروي.
دغه فرهنګي فعال په دې اړه وویل: «د قطعې لوبه کندهار کې نه یوازې یوه سرګرمي نه ده، بلکې یوه فرهنګي فعالیت هم دی چې ځوانان د یو بل سره نږدې کوي، د ځوانانو ترمنځ بحثونه راپورته کوي چې له بده مرغه اوس ډير ځوانان په پټه راټولیږي، پري کوي، خو بیا هم ډير ځوانان د طالبانو له ویرې د خپل ملګرو سره بانډار نه کوي ځکه بیریږي که ونیول شي طالبان یې بندي کوي.»
هغه دغه راز وایي، چې کندهار کې هره ورځ ډير ځوانان د پرو کولو په خاطر د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر له لوري نیول کېږي او بد چلند ورسره کېږي.
کندهار کې یو ځوان د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «موږ یوازې د جمعې په شپه دا لوبه کوو، د تېرې جمعې شپه موږ دشپې تر ناوخته د یو ملګري په کوټه کې پري کولې چې ناڅاپه طالبان راغلل، زموږ پرې یې وشلولې او موږ یې تر سهار پورې بندي کړو، هغوی وویل چې دا لوبه د قمار یوه بڼه ده او موږ یې باید هېڅکله ونه کړو.»
دغه ځوان وایي، چې طالبان د شپې د خلکو کورنو ته غوږ نیسي او په هغو کورونو کې چې ځوانان راټول شوي وي نیول کېږي او په دې ډول یې توهین او سپکاوی کوي.
هغه وویل: «طالبان دشپې تر ناوخته ګرځي د خلکو کورونو ته غوږ نیسي چې هر ځای ځوانان راټول شوي یي هغوی نیسي پرې ورڅخه اخلي، ځینې وخت وهل او ټکول هم کوي، حتا داسې هم پیښ شوي چې د ځوانانو سرونه یې ورخرېیلي، او تهدید کړي یې دي که بیا ونیول شي سمه سزا ورکوي چې دا د ځوانانو سپکاوی دی.»
بلخوا کندهار کې یو تن رواني کارپوه صديق رېګوال (مستعار) د قطعه بازۍ لوبه د ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا او د خفګانونو د لمنځه وړلو په برخه کې ګټوره بولي او زیاتوي، که په دې برخه کې بدیلونه شتون ونه لري، دا کار د خلکو پر رواني روغتیا ناوړه اغېز لرلی شي.
نوموړی وایي: «قطعه بازي یا پرې کول د خلکو ترمنځ د دوستانه او ښو اړیکو په ټینګښت او پاللو کې ګټور تمامیدای شي او خلک له ورځنیو خفګانونو لېرې ساتي او کله ناکله د منفي ذهنیت چې موږ ته پیدا کېږي په لمنځه وړلو کې مرسته کوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو میاشت وړاندې په کندهار کې د پرو ترڅنګ د چکې لوبه هم په منکراتو کې شامله کړه، چې پر خواله رسنیو یې د ځوانانو غبرګونونه راوپارول.
د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون چې یوه مقدمه، څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري او د طالبانو د مشر ملا هبت الله له لوري توشیح شوی، یوه ماده کې یې قمار او هغه څه چې قمار ته لار هواروي منعه اعلان شوي دي.
کندهار کې ځوانان له طالبانو غواړي چې په پرو یا قطعه بازي بندیز لېرې کړي؛ که څه هم طالبان دا لوبه د قمار یوې بڼې په توګه ګڼي، خو ډېری خلک په دې باور دي چې دا یوازې یوه بې تاوانه تفریحي لوبه ده او له طالبانو غواړي چې داسې لوبې دې په منکراتو نه ورګډوي.