UN Photo/Jean Marc Ferré

د خبریالانو او د رسنیزو کارمندانو نیول؛ بینټ: د افغانستان مدني فضا ویجاړه شوې

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بینټ د «بیګم راډیو» د دوو کارمندانو د نیولو په تړاو اندیښنه ښوولې او د طالبانو له لوري یې د خبریالانو او رسنیزو کارمندانو د ویرونې او نیولو د درېدو غوښتنه کړې.

بینټ تېره شپه (پجشنبه، ۱۸ د سلواغې) پر ایکس د یوه پیغام په خپرولو سره د «بیګم راډیو» د کارمندانو د بې قید او شرطه خوشي کېدو غوښتنه کړې.

ده لیکلي چې د خبریالانو او رسنیزو کارمندانو ویرونه او نیونه چې په افغانستان کې یې مدني فضا ویجاړه کړې، باید ودرېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر هم د طالبانو د استخباراتو له لوري د «بیګم راډیو» د دوو کارمندانو د نیولو په اړه اندیښنه ښوولې.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د «بیګم راډیو» خپرونې د نشراتي پالیسۍ د تخلف، له جواز څخه د ناسمې استفادې او په بهر کې د یوه ټلویزون لپاره د موادو او برنامې د تیارولو له کبله بندې شوې دي.

«بیګم راډیو» وایي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارمندانو د طالبانو د استخباراتو د ځواکونو په ملتیا په کابل کې د دې راډیو پر دفتر چاپه وهلې او دوه نارینه کارمندان یې چې «هیڅ ډول مدیریتي اړخ نه لري» نیولي دي.

همدا راز دې راډیو ویلي چې د طالبانو ځواکونو کمپیوټرونه، هارډیسکونه، اسناد او د ښځینه خبریالانو ټلیفونونه هم له ځان سره وړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې راډیو د خپرونو بندیدو ته غبرګون ښوولی او دا یې د خپلواکو رسنیو ځپنه بللې ده.

طالبانو پر افغانستان له دویم ځل واکمنېدو راهیسې په ځلونو د رسنیو پر دفترونو هجوم ور وړی او د رسنیو کارمندان او خبریالان یې نیولي او زنداني کړي دي.

دې ډلې یو څه وخت وړاندې په کابل کې د «ارزو» خصوصي ټلویزون پر دفتر چاپه وهلې وه او د دې رسنۍ څو کارمندان یې ونیول. ویل کېږي چې د ارزو تلویزون کارمندان د طالبانو د محکمې له لوري محاکمه کېږي.