په دې وروستیو کې د کندهار ښار په ځینو سیمو کې د طالبانو له خوا د کورونو تلاشۍ او زورواکي خلک اندیښمن کړي او وايي، چې طالبان بې له کومې خبرتیا د ښار په مختلفو سیمو کې د عامو خلکو کورونو ته د تلاشۍ په موخه ننوځي چې دې کار له یوې خوا خلک د رواني فشار او وېرې سره مخ کړي او له بلې خوا یې د امنیتي وضعیت په اړه هم پوښتنې راپورته کړي دي.
د طالبانو له لوري د خلکو کورونو ته بې له کومې خبرتیا ننووتل او د هغوی شخصي حریم څخه سرغړونه د خلکو ترمنځ ویره زیاته کړې او ځوانان چې د دې پلټنو هدف ګرځېدلي، وايي چې دوی په ناڅاپي ډول د طالبانو لخوا نیول کېږي او شخصي شیان لکه جیبونه او مبایلونه یې پلټل کېږي.
د کندهار ښار د ده خوجې سیمې اوسیدونکی انوراغا (مستعار) وايي، چې شخصي لباس کې یو طالب په لاره کې ودراوه او تر تلاشۍ وروسته یې په زور ترې مبایل اخیستی او شخصي عکسونه یې ورته کتلي دي.
نوموړی زیاتوي: «سهار خپل دوکانه ته روان وم چې د طالبانو د استخباراتو کسانو چې شخصي کالي یې اغوستي وو، و درولم اول یې څو پوښتنې راڅخه وکړې بیا یې مبایل راڅخه وغوښت که څه هم زما په مبایل کې فامیلۍ او شخصي عکسونه وو، خو په زور یې راباندې خلاص کړ، په مبایل کې زما د شخصي عکسونو بغیر یې نور شی پیدا نه کړل، چې تر کتلو وروسته یې بیرته راکړ چې دا د هیڅ ځوان لپاره د منلو نه ده چې د چا شخصي عکسونه دې بل څوک وګوري.»
دغه راز د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي یو محصل هم د ورته ستونزې یادونه کوي او وایي: «سهار پوهنتون ته روان وم چې دوه طالبان پر موټر سایکل باندې سپاره وو، زه یې ودرولم اول یې زما څخه ډیرې پوښتنې وکړې بیا یې زما مبایل واخیست او قلف یې راباندې خلاص کړ، دوی د خلکو محرم اسناد او عکسونه د چوک پر سر باندې د توپک په زور ګوري چې دا د خلکو بې عزتي ده.»
د دې پوهنتون یو بل محصل حمید الله (مستعار) بیا وايي، چې طالبانو په کندهار کې د داعش د نفوذ له ویرې د ختیځو ولایتونو د محصلینو تلاشۍ او پلټنه زیاته کړې او ډیر بد چلند ورسر کوي.
دغه محصل وویل: «د پکتیا څخه کندهار ته تر رسېدو وروسته، په کابل اډه کې د طالبانو استخباراتو تر سختو پلټنو او پوښتنو لاندې راوستم، د پوهنتون کارت، د کور ادرس او په کندهار کې د اوسیدو ادرسونه یې ټول راڅخه واخیستل او د بېکونو د تلاشۍ او مبایلونو تر پلټنې وروسته یې خوشې کړم دوی د داعش د ویرې د پکتیا، خوست او نورو ختیځو ولایتونو د اوسیدونکو سره ډیر بد او توپیري چلند کوي.»
نوموړی زیاتوي چې په دې وروستیو کې د ډیرو نورو محصلینو سره هم همداسې چلند شوی او د طالبانو د استخباراتو کسان ډیر وخت د محصلینو اطاقونو ته د تلاشۍ په موخه ورځي او پلټنې کوي.
همداراز په کندهار کې یو تن مدني فعال ذبیح الله (مستعار) وایي، چې په کابل کي د خلیل حقاني تر وژل کیدو وروسته په کندهار کې د داعش د نفوذ او د طالبانو ترمنځ د داخلي اختلافاتو له کبله تلاشۍ او پلټنې زیاتې شوي او د طالبانو استخبارات د خلکو محرم اسناد او مبایلونه په جبري توګه ګوري.
نوموړي وویل: «په کابل کې د خلیل حقاني تر وژل کېدو وروسته، طالبانو په کندهار کې د ختیځو ولایتونو څخه راغلو کسانو پلټنې او څارنې زیاتې کړې دي، په دې ورستیو کي هر ځای شکمن کسان راګرځول کېږي، پوښتنې ورڅخه کېږي، مبایلونه او نور محرم اسنادونه یې کتل کېږي، ځکه طالبان په خپل منځونو کي هم اختلافات لري او د داعش له ویرې هم دغسې جدي پلټنې کوي چې دا د خلکو په منځ کي یو ډول ویره اچولې او خلک یې په تشویش کې کړي دي.»
د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اوسیدونکی چې ځان په مستعار نوم احسان الله یادوي، وایي چې دوې اونۍ وړاندې طالبانو په دې خاطر وهلی او بندي کړی چې د مبایل د خلاصولو اجازه یې نه ورکوله.
هغه وویل: «په هرات دروازه کې د طالبانو استخباراتو چې شخصي کالي یې اغوستي وو راوګرځولم، د سړک په غاړه کې راته وویل، چې د مبایل قلف خلاص کړم، خو دا چې مبایل کي زما شخصي عکسونه وو خلاص مې نه کړ، چې په دغه خاطر یې حوزې ته بوتلم او تر وهلو وروسته یې زما مبایل په زوره راباندې خلاص کړ او یوه ورځ یې بندي کړم.»
د افرادو د پلټنو ترڅنګ طالبانو د کندهار ښار اړوند زیاتو سیمو کې د کورونو تلاشۍ کول هم پيل کړي دي. د دغه ښار د یو شمیر سیمو اوسیدونکي شکایت کوي چې بې له کومې خبرتیا څخه د دوی کورونه تلاشي کېږي، چې دا کار د ماشومانو او ښځو پر روحیه منفي اغېز کړی او د ماشومانو د ویرې سبب ګرځیدلی دی.
د دې ښار یو اوسیدونکي د نوم نه یادولو په شرط وویل: «طالبانو یو ځل زموږ سیمې (لویه ویاله) ټولي تلاشي کړې، خو اوس یې یو ځل بیا تلاشۍ شروع کړې خو دا وار داسې تلاشي کوي لکه پر یو کور چي چاپه وهي، بغیر د خبر څخه د خلکو د کورونو دروازې ټکوي او د هغوی کورونه پلټي، چې د طالبانو له لوري د کورونو ناڅاپي تلاشي کول د ښځو او ماشومانو د وېرې لامل شوی دی.»
د کندهار ښار اوسیدونکي د طالبانو له چارواکو غواړي چې د کورونو تلاشۍ او د ځوانانو څخه پوښتنې او پلټنې دې د قانون په چوکاټ کې ترسره شي او د عامو خلکو ترمنځ دې وېره نه خپروي.
خلک زیاتوي، چې دا وضعیت نه یوازې د ځوانانو لپاره، بلکې د ټولنې لپاره هم یوه ستره ستونزه ده، ځکه چې دا ډول کړنې د خلکو ترمنځ بې باوري او وېره رامنځته کوي.