سپکاوی، وهل-ټکول او شړل؛ د پاسپورټ ادارې له کارمندانو سره د طالبانو چلند

Photo: RTA

اطلاعات روز: په پاسپورټ اداره کې سرچینې وایي چې طالبانو د دې ادارې اووه کارمندان شړلي او دوه کارمندان یې دومره وهلي چې یو یې پر لار هم نشوای تللای.

یوه سرچینه وایي چې ښځینه کارمندانې هم د پاسپورټ ادارې د تخنیکي مرستیال رحیم الله رحیمي له سپکاوي او توهینه ستړې شوې دي. دا سرچینه وایي چې د طالبانو دا غړی ښځینه کارمندانې د «مېږو» په نوم یادوي.

دوو سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته د پنځو ښځو او دوو نارینه‌وو په ګډون د اوو کارمندانو شړل تایید کړي دي. د سرچینو په وینا، په شړل شویو کارمندانو کې شپږ تنه هزاره او یو تاجیک دی.

یوې سرچینې وویل چې طالبانو دوه شړل شوي نارینه کارمندان په سیسټم کې د جعلي اسنادو په ثبتولو تورن کړي وو.

د سرچینې له ادعا سره سم، طالبانو تېره اونۍ دا دوه تنه تر دې حده وهلي چې یو یې د وهلو له امله بې هوښه شوی و.

د اطلاعات روز ورځپاڼې خبریال هڅه وکړه چې د طالبانو د پاسپورټ ادارې د ویاند نظر واخلي، خو نوموړي د ځواب له ورکولو ډډه وکړه او د اطلاعات روز ورځپاڼې له خبریاله یې وغوښتل چې د سرچینې هویت ورته وښیي، کنه نو ځواب به ورنه کړي.

د ښځینه کارمندانو سپکاوی او تحقیر

یوې سرچینې وویل چې د دې اونۍ په لومړیو کې د پاسپورټ ادارې تخنیکي مرستیال د ښځو څانګې ته ورغلی او د هغوی سپکاوی یې کړی دی.

د سرچینې په وینا، رحیم الله ښځینه کارمندانې «مفت خوړونکې» او «مېږي» بللې دي.

مولوي رحیم الله / چپ اړخ ته

سرچینې زیاته کړې چې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ رحیم الله د یوې ښځینه کارمندې مېز په غوسه کې په لغته وهلی او دا کارمنده د سترګو په برخه کې ژوبله شوې ده.

د سرچینې په وینا، دوو ښځینه کارمندانو د رحیم الله رحیمي په تړاو د طالبانو د پاسپورټ ادارې رییس ته شکایت کړی او تر دې وروسته رحیمي هغې کارمندې ته چې په سترګه کې ژوبله شوې ده زر افغانۍ ورکړې دي چې د خپلې سترګې درملنه وکړي. رحیمي دې کارمندې ته ویلي چې دی «غوسه و او خپه کېږي دې نه».

سرچینې زیاته کړې چې د پاسپورټ ادارې عمومي رییس بیا-بیا رحیم الله ته ویلي چې ښځینه برخې ته باید ولاړ نشي، خو نوموړی دا امر نه مني.

که څه هم طالبانو د دولتي ادارو ښځینه کارمندانې شړلې دي، خو د سرچینو په وینا، لا هم په کابل کې د پاسپورټ ادارې په درو څانګو کې لږ تر لږه ۸۰ ښځې کار کوي.

یوې سرچینې ویلي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د پاسپورټ ادارې رییس درې ځله تبدیل شوی دی، خو رحیم الله رحیمي د خپلې واسطې په زور پر دنده پاتې دی.

سرچینې زیاته کړې چې رحیم الله خپل «ټول قومیان او خپلوان» په پاسپورټ اداره کې استخدام کړي او خپل ځان دویم رییس بولي او د دې ادارې د رییس عبدالکریم حسیب اوامرو ته پام نه کوي.

پاسپورټ اداره هغه اداره ده چې هلته د فساد په تړاو بیا-بیا راپورونه ورکړل شوي دي. کمیشن کاري او په تور بازار کې د پاسپورټونو پلور د دې ادارې د فساد موارد ګڼل کېږي. همدا راز طالبانو هم په ځلونو خبر ورکړی دی چې په دې اداره کې یې خلګ د فساد په تور نیولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه