د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا اته پنځوسمه غونډه راتلونکې اونۍ پیلېږي

Photo: UN

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا اعلان کړی چې د نړۍ د بشري حقونو د وضعیت ارزولو په موخه به د دوی ۵۸مه غونډه راتلونکې دوشنبه (۶ د کب) پیل شي. دا غونډه به د راتلونکي لمریز کال د وري تر ۱۶مې نیټې دوام ولري.

د دې شورا د اعلامیې له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي ریچارډ بېنټ به د جمعې په ورځ (د کب ۱۰مه/ د فبرورۍ ۲۸مه) خپل راپور د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه وړاندې کړي.

دا غونډه به د دوشنبې په ورځ د جینوا په وخت سهار ۹:۰۰ بجې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوتریش په وینا سره پیل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ویلي، چې له هغه وروسته به ولکر ترک، د بشري حقونو عالي کمېشنر، فیلیمون یانګ، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې رییس، او اګنازیو کاسیس، د سویس د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې وینا وکړي.

دې شورا زیاته کړې چې د دې غونډې په لړ کې به ۳۰ تعاملي خبرې اترې د بشري حقونو له عالي کمېشنر، د هغه له دفتر، د ملګرو ملتونو له کارپوهانو، د ځانګړو کړنلارو له مامورینو، د تحقیقي میکانیزمونو له استازو او د ملګرو ملتونو له ځانګړو استازو سره ترسره شي.

د دې شورا د اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې به پنځه پیاوړي شوي ډیالوګونه، یو د لوړې کچې ډیالوګ، او د بشري حقونو په اړه نهه عمومي بحثونه هم شامل وي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په خپلو پخوانیو غونډو کې هم په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته بیاکتنه کړې وه او پر ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو په اړه یې اندیښنه څرګنده کړې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته