کمال خان

د کمال خان بند پرانیسته؛ ولسمشر غني ایران ته: تېل راکړه، اوبه وغواړه

اطلاعات روز: ولسمشر محمد اشرف غني د کمال خان بند پرانیستې مراسمو کې ایران ته په خطاب کې وویل، چې که اوبه غواړئ نو په بدل کې یې تېل راکړئ.

د کمال خان بند چې د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې یې چارې بشپړې او نن (چهارشنبه، ۴ د کب) د ولسمشر غني له خوا په رسمي توګه پرانیستل شو، په کې د ولسمشر او مرستیالانو په ګډون یې د حکومت کابینې غړو، د ملي شورا غړو او ولسي خلکو په کې ګډون کړی و.

دا بند چې ولسمشر محمد اشرف غني یې د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د جوړولو حکم کړی و، نن یې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل، چې د هلمند معاهده د ټولو افغانانو او ایران هېواد ترمنځ نړیواله معاهده ده او په وینا یې چې اوس پلې شوه.

ولسمشر غني وویل: «د هلمند معاهده د ټولو افغانانو او ایران معاهده ده، ستونزه د معاهدې نه وه، تطبیق کې یې ستونزه وه. اوس د هلمند کلي د افغانانو په لاس کې ده. ایران سره تعهد پوره کوو، خو له دې وراخوا د مذاکرې خبره ده. تېل راکړه بیا رانه اوبه وغواړه.»

کمال خان بند نن په رسمي توګه د ولسمشر له خوا پرانیستل شو.

ولسمشر وویل د ایران او افغانستان اقتصاد د یو بل پوره کوونکی دی، نه مخالف، له همدې امله یې ایران ته په خطاب کې وویل، چې اوبه چا ته مفتې نه ورکوو، بلکې پرې خرڅوو یې. ده زیاته کړه: «زه ایرانیانو سره په مذاکره یم چې نیمروز نه یوازې د افغانستان بلکې د ایران کندو هم وي.»

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې غواړي د برښنا برخه کې له دوو نړیوالو شرکتونو او ایران سره یو جوړوونکی بحث رامنځته کړي. د ده په وینا، لومړی بحث د باد مدیریت او دویم د لمریزې برښنا مدیریت دی او په وینا یې چې له دې دواړو برخو کولی شو، هېواد لپاره په زرګونه میګاواټه برښنا تولید او ان په نورو هېوادونو یې وپلورو.

ولسمشر زیاته کړه: «موږ یو با نهایته سازنده بحث له دوو نړیوالو شرکتونو او د ایران سره غواړو تنظیم کړو. لومړی بحث د باد مدیریت دی. مقدماتي مطالعې ښیي چې ۷۰ هزار میګاواټه برښنا افغانستان تولیدوی شي. او بل بحث د لمریزې برښنا ده. دا برښنا ډېره زیاته ده او ورځ تر بلې زیاتیږي. دوه کمپنیو زېمنس او فورتیسکو کار کوي چې دا جوړ کړو. موږ به یې تولید او پر ګاونډیانو به یې خرڅوو.»

ولسمشر غني ایران ته په خطاب کې وویل، چې که اوبه غواړئ نو تېل راکړئ.

د ښاغلي غني په وینا، افغانستان په دې برخو کې ایران سره د مرستې لاس ورکولی شي.

ولسمشر طالبانو ته:

ولسمشر محمد اشرف غني په دې مراسمو کې وویل، طالبانو تېر کال د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان تاسیسات له منځه وړي دي. ښاغلي غني وویل: «هغوی چې جنګ کې دي، ترې غوښتنه کوم چې یو لس دقې په کمال خان فکر وکړي. تېر کال تاسو د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان تاسیسات له منځه یوړل او دا په یو ۱۱۱ میلیون ډالرو وشو، نو تاسو په حقیقت کې دا ملت له لسو کمال خانو محروم کړی دی. ولې؟ سبا چې سوله راشي طالبه له کوم ځایه به ژوند کوې؟ په څه شي به ژوند کوي، څه به خورې؟ څه به اغوندې؟ پر دې پوښتنو فکر وکړه.»

ولسمشر په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې افغان ولس نه غواړي شا ته لاړ شي او نه غواړي چې دا ډول سترې پانګې د نورو په واک کې ورکړي. د ده په وینا، افغانستان باید نور په دې فکر نه وي چې د ګدایۍ لاس خلکو ته اوږد کړي. ده وویل: «باید له دا ډول پټو پانګو ګټه واخیستل شي. همدا اوبه پېړۍ تللې خو نن د هلمند اوبو واک زموږ په واک کې ده.»

ولسمشر په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د نیمروز راتلونکې یوازې کمال خان پورې نه، بلکې پر دې تړلی چې زرنج په یو نړیوال بندر بدل شي چې کلي یې چابهار دی.

دغه راز د خواف اوسپنې پټلۍ د هرات استانبول لومړۍ کرښه ده. دا پټلۍ تر کراچۍ بندره دوه نیم چنده ارزانه ده اوس دې پاکستان د سیالیو ډګر کې بیې کمې کړي چې بېرته کراچۍ ته وګرځو، یا دې دواړو خواوو کې موږ سره راشي او موږ سره دې لاس راکړي.

ولسمشر غني په وروستیو کې وویل، چې د اوبو موثریت باید لس چنده ډېر شي او د اوبو مدیریت ګټورې لارې باید رامنځته شي. د ده په وینا که په رښتیا هم اوبه ضایع نه شي او سم مدیریت شي، له تېلو یې بیه لوړیږي.

د کمال خان بند پرانستې مراسمو کې د اوبو چارو ملي تنظیم ادارې مشر خان محمد تکل وویل، پر دې بند د تاریخ په بېلابېلو وختونو کې کار شوی، خو د بېلابېلو ستونزو او د وخت تاړاکونو له امله یې کارونه ځنډیدلي دي. خو په وینا، وروستی ځل د ولسمشر غني په حکم یې چارې پیل او د سوونو کالو وروسته بشپړ شو.

د ده په وینا، دا چې د اوبو غوره مدیریت او مهارول او پرې د بندونو جوړونه د سېلابونو اغېزې کموي په همدې منظور د کمال خان بند جوړ شو. ده وویل: «کمال خان بند د اوبو چارو ملي ادارې د وروستۍ لسیزې کې مهمه لاسته راوړنه ده. دا بند د ۱۱۱ میلیون ډالرو په ارزښت درې فازونو کې بشپړ شو. دا بند ۵۲ میلیون متر مکعبه د اوبو ذخیره کولو وړتیا لري او کولی شي ۲۷۸۸ میلیونه متره مکعبه اوبه تنظیم کړي او د نیمروز په ګډون په ټول هېواد کې به د کرنې او نورو برخو کې د مثبتو ګټو شاهدان و اوسو.»

د ښاغلي تکل په وینا، دا بند به پنځو نورو جوړېدونکو کانالونو ته اوبه ورکړي. د ده په وینا: «لکه ترکو او قلعه افضل کانال ته چې ۴۹ زره ۷۰۰ هکټاره ځمکه خړبوي، قلعه فتح کانال ته چې ۳۸۵۰۰ هکټاره ځمکه خړوبوي، د شېراباد او امیران کانال چې ۶۰ زره هکټاره ځمکه خړوبوي او سیخسار کانال چې ۴۲زره ۶۳۷ هکټاره ځمکه خړوبوي، اوبه ورکړي.»

د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې مشر په وینا، په ټوله کې به د کمال خان بند په نیمرزو ولایت کې یو لک ۷۴ زره هکټاره ځمکه خړوبه او زرنج ښار ته به پاکې اوبه او ۹ میګاواټه برښنا ورکړي. دغه راز ۶۶۹ زره کسان به په مستقیم او نامستقیم ډول ترې ګټه واخلي.

اقلیمي بدلونونه، د نفوسو زیاتوالی او وچکوالي چې اوس نړیواله ننګونه ده، خو ښاغلی تکل وایي، چې د کمال خان په څېر د اوبو بندونو په جوړولو دغه ننګونه له منځه وړل کیږي.

خان محمد تکل د هلمند تړون په اړه وویل: «دا چې د هلمند نړیواله معاهده بشپړه پلې شي، د ولسمشر په ځانګړي پام ټولې ستونزه سل په سلو کې د افغانستان حکومت له خوا حل شوي دي او دا په تېرو ۴۸ کلونو کې د هلمند معاهدې د پلي کېدو لپاره بېساری پرمختګ دی.»

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې مش خان محمد تکل وویل، موږ اوبه مدیریت کوو او ګاونډیان دې وېره نه لري.

ښاغلي تکل زیاته کړه، افغانستان د اوبو مهار او مدیریت ته ژمن دی او هېڅ ګاونډی باید وېره و نه لري.

ده وویل: «افغانستان د اوبو د سرچینو او د ځانګړي موقعیت له امله ځانګړی ارزښت لري، چې دا ځانګړی ارزښت تازه کاري فرصتونه موږ ته راکوي، ترڅو په ځان بسیا و اوسو. که چېرته د اوبو سرچینې په منظم او سېسټماټیکه توګه مدیریت شي د هېواد لپاره به د وصل یو ټکی وي. نو تاسې ته ډاډ درکوم چې په دې برخه کې کلک هوډ شته دی او عمل کې ثابت شوی دی.»

ښاغلی تکل وایي، ولسمشر په ځانګړي پام د اوبو د مدیریت د سقوط دوره ختمه کړه او د اوبو مدیریت لپاره یې یو نوی باب پرانیسته. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د اوبو مدیریت به کیږي او ټول بندونه به یو بل پسې په ښه کیفیت جوړیږي.

ده په خپلو خبرو کې وویل: «اوس مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو پر ۱۲ لویو بندونو کجکی، شاه و عروس، پاشدان، شورابک، بخش اباد، مچلغو، دهن دره، خان اباد دویم، توری او پلتوني کار روان دی چې له هغې ډلې کمال خان ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او شاه و عروس او شورابک بندونه به هم ډېر ژر بشپړ شي.»

د اوبو چارو ملي تنظیم ملي ادارې مشر خپلو خبرو کې وویل، راتلونکی کال به په ۲۷ ولایتونو کې د ۴۴ نورو بندونو د سروې، ډېزاین او ساختمان چارې پیل شي او دغه راز له یوې اسټرالیایي کمپنۍ سره یې یو تفاهم لاسلیک کړی چې په افغانستان کې به لوی بندونه جوړوي.

غونډې ته د نیمروز ولایتي شورا وکیل، بازمحمد ناصر وویل، خلکو د دې بند جوړولو کې قرباني ورکړې او ساتلو لپاره یې هم قربانۍ ته تیار دي.

ښاغلي ناصر وویل: «اوبه باید په حساب ورکړل شي، لېټر باید په لېټر ورکړل شي. خلکو د جوړولو لپاره یې باید قرباني ورکړه، ژمنه کوو چې د ساتنې لپاره یې هم ورکوو. غوښتنه کوو چې د چهاربرجک ولسوالیو خلکو لپاره باید ځمکې ورکول شي.»

د کمال خان دغه بند چې په بېلابېلو وختونو کې د رنګ رانګ ستونزو له امله یې چارې ټکنۍ یا درېدلې، یوازې تېرو دوو کلونو کې پرې د ګڼو بریدونو له امله ګڼو ساتونکو ته یې مرګ ژوبله اووښتې.

د چارو ادارې پر خپل ټوېټر یوې خپرې کړې ویډیو کې ویلي، چې یوازې تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له خوا د کمال خان پر بند ۳۵ بریدونه او چاودنې شوي. په دې بریدونو کې له ۱۶ درنو وسلو کار اخیستل شوی.

په دې بریدونو او چاودنو کې ۳۹ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اووښتې او ۲۸ تنه طالبانو ځان سره وړي دي. دغه راز ۱۲۰ هاوانه او ۴ حلقې ماینه د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي او ۹۸ نور بریدونه خنثا شوي دي.