طالبان: ګاونډي هیوادونه دې د افغان کډوالو له بېړني او جبري اېستلو ډډه وکړي

اطلاعات روز: د طالبانو د حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسیدو عالي کمیسیون له ګاونډیو هیوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو د سمدستي او جبري ایستلو څخه ډډه وکړي.

دغه کمیسیون پرون (یکشنبه، ۲۶ د کب) د طالبانو د رییس الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ غونډه کړې.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې په غونډه کې ټینګار شوی، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې ټولې کمېټې خپل فعالیتونه لا ګړندي کړي، ترڅو خدمات چټک او افغان کډوالو ته په کور دننه اسانتیاوې برابرې شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسیدو عالي کمیسیون دغه راز له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو د سمدستي او جبري ایستلو ډډه وکړي او د ګډ میکانیزم له مخې یې هیواد ته انتقال کړي.

دغه کمیسیون د اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو نړیوالو بنسټونو څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو د ګاونډيو هيوادونو د چارواکو د بیړنیو او ناعادلانه پرېکړو له امله د افغان کډوالو حقوق «تر پښو لاندې نه شي او له هغوی سره زور زیاتې ونه شي».

د طالبانو یاد کمیسیون ویلي، چې نړيوال بنسټونه بايد له کوربه هیوادونو سره د لېږد په سالمې پروسې کار وکړي او همدارنګه یې له یادو بنسټونو غوښتي چې له افغان کډوالو سره خپلو لازمو همکاريو ته دوام ورکړي.

د افغانستان ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي توګه پاکستان او ایران، د کډوالو ایستل ګړندي کړي دي.

د پاکستان حکومت هغو کډوالو ته چې د افغانستان د تابعیت کارتونه (اې سی‌سی) لري د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت ورکړی چې له دې هیواده ووځي.

پاکستاني چارواکي اټکل کوي چې له ۸۰۰زرو څخه ډیر کډوال د افغانستان د تابعیت کارتونه لري.

دغه راز ایران هم اعلان کړی چې د افغان وګړو د سرشمېرنې فورمو اعتبار به نه غځول کېږي، چې دا د دې ښودنه کوي چې د دې کارت لرونکي به د راتلونکي لمریز کال له پیل څخه د شړلو له خطر سره مخ وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته