Photo: IRNA

ایران او طالبان په فراه او بیرجند کې قونسلګرۍ پرانیزي

اطلاعات روز: د ایران د سویلي خراسان ولایت والي محمد رضا هاشمي ویلي، چې سږکال هڅه کېږي د افغانستان په فراه ښار کې د ایران قونسلګرۍ او د ایران په بیرجند ښار کې د طالبانو قونسلګرۍ پرانیستل شي.

د ایرنا د راپور له مخې، هغه ویلي چې دا ګام د اتباعو، سوداګرو او پانګوالو د تګ راتګ د اسانتیا او همدارنګه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او کلتوري اړیکو د پراختیا لپاره اخیستل کېږي.

د ایران د سویلي خراسان والي زیاته کړې، دا ولایت چې له افغانستان سره تر ټولو لویه ګډه پوله او څلور سرحدي بازارونه لري، له افغانستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا لپاره لوی ظرفیت لري.

د نوموړي په وینا، چې دوی په ۱۴۰۴ کال کې د یزدان، میل ۷۳ او دوکوهانه سرحدي بازارونه د بیا پرانستلو او فعالولو په لټه کې هم دي.

د ایران د جنوبي خراسان ولایت والي ویلي، چې د دې ولایت ۹۵ سلنه صادرات افغانستان ته ځي او له همدې امله د افغانستان سره د دې ولایت پوله یوه مهمه اقتصادي ګټه ګڼل کېږي.

پر افغانستان د طالبانو تر بیاځل حاکمیت وروسته ایران او دغې ډلې پراخ سیاسي او اقتصادي تعاملات درلودلي دي.

ایران د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ طالبانو ته سپارلي او په افغانستان کې یې خپل سفارت او قونسلګرۍ هم فعالې ساتلي دي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته، ایران هم افغانستان ته د توکو تر ټولو لوی صادرونکی هېواد ګڼل کېږي.