د طالبانو د کډوالو وزارت: پاکستان او ایران دې د کډوالو په تړاو صبر او زغم ولري

اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو وزارت له ایران او پاکستان څخه غوښتي چې د کډوالو په تړاو صبر او زغم ولري، له هغوی سره د ښه ګاونډیتوب له مخې چلند وکړي، اسلامي او انساني ارزښتونو ته درناوی وکړي او نړیوال قوانین رعایت کړي.

دې وزارت نن (سې‌شنبه، ۱۹ د وري) له ګاونډیو هیوادونو د افغان کډوالو پر جبري ایستلو خواشیني څرګنده کړې.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، سره له دې چې دې حکومت ډېر ځلي ټینګار کړی چې افغان کډوالو ته دې وخت او فرصت ورکړل شي، ترڅو په داوطلبانه توګه او د یوه میکانیزم له لارې خپل هیواد ته ستانه شي، مګر بیاهم د هغوی د جبري ایستلو لړۍ پیل شوې ده.

دې وزارت ویلي، چې اوس مهال کډوال په پاکستان کې په غیر قانوني توګه له کورونو، دوکانونو او بازارونو څخه نیول کېږي او په زور زندانونو ته وړل کېږي او وروسته اړ کېږي چې افغانستان ته ستانه شي.

د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي، چې په پاکستان کې کډوال له تاوتریخوالي سره مخ دي او شتمني یې لوټ او مصادره کېږي.

دې وزارت ویلي، چې له پاکستان څخه غواړي چې د کډوالو پر خلاف تاوتریخوالی او بد چلند پای ته ورسوي «هیڅوک هم باید له پناه غوښتونکو د خپلو سیاسي موخو لپاره ګټه واخلي».

د طالبانو دکډوالو چارو وزارت ویلي: «موږ له پاکستان او ایران اسلامي جمهوریتونو څخه غواړو چې د کډوالو په تړاو له صبر او زغم څخه کار واخلي. له کډوالو سره د ښه ګاونډیتوب له مخې چلند وکړي، اسلامي او انساني اصولو ته درناوی وکړي او نړیوال قوانین رعایت کړي.»

دې وزارت ویلي، چې د طالبانو حکومت د کډوالو د جبري راستنیدنې لپاره چمتووالی نیسي، «مګر له هغوی سره د ګاونډیو هیوادونو بد چلند د منلو او زغملو وړ نه دی».

د کډوالو په چارو کې د طالبانو وزارت ټینګار کړی چې ټول کډوال باید اجازه ولري چې خپله شتمني، مالونه او وسایل له ځان سره خپل هیواد ته یوسي او د بیا راستنیدو پر وخت باید له ظلم، جبر او تاوتریخوالي سره مخ نه شي.

دې وزارت له نړیوالو سازمانونو او مرستندویه اژانسونو غوښتي چې د کډوالو وضعیت ته پام وکړي اوله پانګوالو او شتمنو یې هم غوښتي چې له راستنېدونکو سره مرسته وکړي.

طالبانو ویلي، چې خلک باید په پرانیستې غېږ د خپلو خویندو او وروڼو هرکلی وکړي او هر څه چې یې په وس پوره وي، ترې ویې نه سپموي.
پاکستان او ایران دواړو د افغان کډوالو د ستنولو پرېکړه کړې ده.

په دې ورځو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو بهیر چټک شوی دی.

په عین مهال کې له ایران څخه هم دا بهیر روان دی.

ایراني چارواکي وایي، چې د کډوالو موقت اقامت نه شي تمدیدولای او هغوی باید ستانه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه