خوست کې د زرګونه جریبه ځمکو غصب؛ له زرو زیات غاصبین مالوم شوي

خبریال: حبیب الله سراب

خوست د هیواد د ګڼ نفوسه ولایتونو په کتار کې راځي، چې د مرکز سربېره یې په ولسوالیو کې هم ګڼ خلک ژوند کوي. 

په دې ولایت کې د ځايي زورواکو له لوري زرګونه جریبه دولتي ځمکه غصب شوې، خو په تېرو اتلسو کلونو کې د خوست ولایت ځايي اداره په دې نه ده توانېدلې چې غصب شوې ځمکه له غاصبینو را وګرځوي.

که څه هم په خوست کې د ښار جوړونې او اراضي ریاست د ټولو غصب شویو ځمکو دقیق ارقام په لاس کې نه لري، خو په تېر کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له ۴۰ زرو جریبه زیاته دولتي ځمکه د زورواکو له لوري غصب شوې ده. 

په ۱۲۷ او ۱۱۹ ګڼه مکتوب کې چې له لویې څارونوالي څخه د خوست ولایت استناف څارنوالي ته رالېږل شوی، په کې د ۱۰۰۰ غاصبینو په اړه د اجراتو حکم شوی دی، خو د خوست د استناف څارنوالي مسوولین وايي، چې دوی دغه لېست د خوست امنیه قومانداني ته لېږلی، څو هغوی ورباندې اجرات وکړي او غاصبین د قانون منګولو ته وسپاري. 

په ۱۲۷ او ۱۱۹ ګڼه مکتوب کې چې له لویې څارونوالي څخه د خوست ولایت استناف څارنوالي ته رالېږل شوی، په کې د ۱۰۰۰ غاصبینو په اړه د اجراتو حکم شوی دی.

په همدې حال کې د خوست ښار جوړونې ریاست رییس انجنیر ابراهیم الله ولیزوی وايي، په خوست کې زرګونه جریبه دولتي ځمکه د زورواکو له لوري غصب شوې ده، چې په خبره یې کره شمېر یې لا هم دوی ته نه دی مالوم، خو نوموړی وايي، چې نږدې وخت کې به د هغې ځمکې په اړه مالومات راټول کړي، چې په دې ولایت کې غصب شوې ده. 

د ولیزوی په خبره چې تر زرو زیات غاصبین یې مالوم کړي او له دې ډلې یې ۶۰ کسان عدلیې او قضایه ارګانونو ته معرفي کړي، چې دوسیې یې دا مهال تر څېړنو لاندې دي. 

نوموړی وايي: «ډېر کله مونږ په خوست ولایت کې د ټولګټو پروژو لپاره ځمکه نه لرو، ځکه چې د ځايي زورواکو له لوري غصب شوې او هڅه به مو په راتلونکې اونۍ کې دا وي، چې مالومه کړو، دغه ځمکه په کومو ساحو کې او د چا له خوا غصب شوې ده، مونږ د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې غاصبین مالوم کړي، خو دومره امکانات نه لرو، چې اجرات ورباندې وکړو.»

نوموړی زیاتوي، چې د ښار پر ځینو مهمو ځمکو هم د زورواکو له لوري شخصي کورونه او یا هم مارکېټونه جوړ شوي دي. 

ولیزوی زیاتوي: «د ښار اړوند ساحو کې هم ځمکه غصب شوې، لکه د فارم باغ ساحه کې ځینې مهمې ځمکې خلکو په زوره نیولې دي، همداسې د سیګۍ او خوځکو سیمه کې هم یوه برخه ځمکې غصب شوې دي.»

د خوست ښار جوړونې ریاست مسوولین وایي، د ښار پر ځینو مهمو ځمکو د زورواکو له لوري شخصي کورونه او یا هم مارکېټونه جوړ شوي دي. 

په ورته مهال د خوست ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي، چې د مرکز او ولسوالیو په ځینو برخو کې د کرنې ریاست هم زیات ځمکه کرنیزه د خلکو له لوري غصب شوې ده او په دې اړه یې زیات مکتوبونه اړونده امنیتي ادارو ته لېږلي، خو تر اوسه ورباندې اجرات نه دي شوي. 

د کرنې رییس حفیظ الله شاه نوري وايي، زیات شمېر کرنیزه ځمکه چې د کرنې ریاست اړوند دی، خلکو ورباندې کورونه او نورې ودانۍ جوړې کړې دي. 

حفیظ الله نوري وویل: «بلې زمونږ ډیری ځمکې په ۹۸ او ۹۹ کال کې غصب شوې، د جمهور رییس دا حکم هم دی، چې په شنو ساحو کې به ودانۍ نه رغول کیږي، خو دلته زمونږ ځمکو کې که ودانۍ هم جوړې شوې وي، زورواکو غصب کړې او هغوی ورباندې ودانۍ جوړې کړې دي او مونږ اوس د لېستونو په جوړولو لګیا یو او په کومو ولسوالیو کې چې زمونږ ځمکې نیول شوې دي په دې اړه مو مکتوبونه لېږلي دي.»

د کرنې رییس حفیظ الله شاه نوري وايي، زیات شمېر کرنیزه ځمکه چې د کرنې ریاست اړوند دی، خلکو ورباندې کورونه او نورې ودانۍ جوړې کړې دي. 

د خوست ولایت د لویې څارنوالي مسوولین وايي، له مرکز کابله ورته د شاوخوا ۱۰۰۰ غاصبینو لېست راغلی، چې دوی به ورباندې اجرات وکړي. 

د یادې څارنوالي د مالوماتو له مخې چې دوی تر دې دمه د ۱۳ تنو غاصبینو دوسیې څېړلې دي. 

بل لور ته د خوست د عدلیې ریاست وايي، چې له دوی سره بیا د غاصبینو ټولې ۹۹ دوسیې ثبت شوې، چې ۱۳ یې د حکومت په ګټه تمامې شوې او پاتې نورې یې تر کار لاندې دي. 

د خوست ولایت د عدلیې رییس سعید شاه وايي: «د دولت د قضایه ادارې ډېرې لاسته راوړنې لري، چې ۳۳۸۷ جریبه ځمکه او یو تعمیر د دولت په ګټه باندې د محاکمو نهایی فیصلې صادرې شوې دي او د تطبیق لپاره مونږ د حقوقو ادارې ته استولې دي، چې ځینې فیصلې د حقوقو له طریقه تطبیق شوې دي.»

د خوست ولایت د امنیه قومنداني مسووولین هم مني، چې په ځینو ساحو کې ځمکې د زورواکو او ځايي خلکو له لوري غصب شوې دي، خو له خپل اړخه د اجراتو خبره کوي. 

د خوست امنیه قوماندان پاسوال داود امین اطلاعات روز ورځپاڼې ته په په خبرو کې وویل، چې په دې اړه یې له اړونده ادارو سره هم ناستې کړې، چې دوی ته هغه کسان په ګوته کړي، چې په ښار او نورو سیمو کې یې د دولت پر ځمکو خېټې اچولې دي.

امین وايي: «زه تاسو ته مالوم یم، چې خپله ځینو رییسانو ته ټیلیفون کوم، چې راشه څه مشکل لرې چې ورباندې اجرات وکړو، زه ښاروالي ته هم وایم، د ځمکو ریاست ته او نور چې په دې کې ښکېل ریاستونه دي، هغوی ته ډاډ ورکوم، چې د خوست امنیه قومنداني به ستاسو سره په همغږي د زورواکو مخه نیسو، چې هغوی ځمکې غصب کوي، نور باید له دې کاغذ پراني پسې ونه ګرځو، راځئ پلان جوړ کړو، چې په ښه ډول د ځمکو د غصب مخه ونیسو.»

په ولسي جرګه کې بیا د خوست ولایت د خلکو استازی هلمند هلمند وايي، ډیری خلک چې لږ زور او پیسې پیدا کړي، د دولتي ځمکو په غصب لاس پورې کوي، نوموړی له ولایتي ادارې غوښتنه کوي، چې د غصب شویو ځمکو مخه باید ونیول شي. 

ښاغلي هلمند هلمند وویل: «هر څوک چې زورواکی شي یا قدرت ته ورسېږي، نو هغه بیا غواړي چې په مادي لحاظ پیاوړی شي، چې یوه برخه یې همدا د ځمکو غصب دی، اما د افغانستان دولت د دې لپاره یو پیاوړی پلان لري او په ډاډ درته وایم، چې یوه نه یوه ورځ به حتما دا ټولې ځمکې د غاصبینو له منګولو را ویستل کیږي.»

په همدې حال کې بیا د خوست د ولایتي شورا رییس کفیل ریحان حکومت د لویو غاصبینو په نیولو او قانون ته سپارلو کې پاتې بولي. نوموړي اطلاعات روز ته وویل، چې د ښار اړوند ډیری ځمکې د همدې لویو زوراکو له لوري غصب شوې دي. 

نوموړي وویل: «مونږ له ولایتي او مرکزي ادارې دا جدي هیله لرو، چې دې مسلې ته پام وکړي، مونږ ولایتي شورا له ولایتي ادارې سره یوځای چې په هغه وخت کې د ولایتي شورا مشر وحیدزی و، د مهاجرینو ښارګوتي کې چې کومې ځمکې غصب شوې، هلته د غیر قانوني ودانیو د ورانولو لپاره مو مبارزه پیل کړه، خو له هغه وروسته بیا مونږ داسې څه ونه لیدل، چې د غصب شویو ځمکو لپاره دې اقدام وشي.»

د خوست پوهنتون استاد امیر بهیر وايي، په دې ولایت کې ډیری ځمکې د وکیلانو او سیاسيونو لخوا غصب شوې دي او په وینا یې زیاته ځمکه په «فارم باغ» کې د دوی له لوري لاندې شوې او کورونه ورباندې جوړ شوي دي. 

بهیر وویل: «په ښار کې دننه له ۶۰ زرو زیاته ځمکه غصب شوې ده، جعلي قبالې جوړې شوې دي، ځمکه دلته ده قباله یې په ده سبز کې جوړه شوې ده، دا څنګه دولت دی، چې له خپلو ملکیتونو دفاع نه شي کولی، خو ټول په فساد کې ښکېل دي، ټول د وکیلانو، چارواکو او سیاسي تنظیمونو زامن دي، قانون یواځې په مظلومو او بېچاره خلکو تطبیقیږي، زورواکو د زراعت په دننه کې کورونه جوړ کړي دي.»

په خوست کې د هټیو د اتحادیې مشر او مدني فعال جمال تڼۍ بیا د ښار جوړونې او اراضۍ ریاست مسوولین په ناغېړۍ تورنوي، چې ګواکې د ځمکو د غصب په اړه یې اجرات نه دي ترسره کړي، نوموړي وویل، چې د ولایتي ادارې مبارزه د سیاسي جوړجاړیو قرباني شوې ده. 

ښاغلی جمال ناصر وايي: «دا درواغ دي، دا د منلو خبره ده، چې د زرو نفرو په تعداد غاصبین دي او په دې کې ۵۰۰ خو به یې معرفي کړي وي، دا لیست خو دې له خلکو سره شریک کړي، دا د خلکو په سترګو کې خاورې شیندل دي.»

په ورته مهال د خوست ولایتي مسوولین وايي، د غاصبینو پر وړاندې به جدي اقدام وکړي، د خوست والي مهمند کټوازي زیاته کړه، چې د ګډ کمیسیون له لارې به د یادو زرو کسانو دوسیې وڅېړل شي او په دې غصب کې ښکېل کسان به د قانون منګولو ته وسپاري. 

د خوست والي مهمند کټوازی داسې وايي: «پخوا چې کومه ځمکه غصب شوې، دا زما له راتګ وړاندې ده، خو د هغو زرو کسانو لپاره چې په غصب کې ښکېل بلل کیږي، نو د هغوی د دوسیو څېړلو لپاره یو ګډ کمیسیون مونږ ټاکلی او په کې ښکېل کسان به حساب ورکړي.»

که څه هم ولسمشر غني د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو او د غاصبینو نیولو امر کړی، خو دا مهال په خوست ولایت کې زرګونه جریبه ځمکه غصب شوې او د نورې ځمکې د غصب اندیښنه یې موجوده ده، خلک له حکومت او اړونده ادارو غوښتنه کوي، چې د غاصبینو پر وړاندې به جدي برخورد کار واخلي او غصب شوې دولتي ځمکې دې بیرته ترې وګرځوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته