Photo: Social Media

پاکستان د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسیدو لپاره یو مرکز جوړ کړی

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، چې د افغان راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې او د هغوی شکایتونو ته د رسیدو لپاره د کنټرول یو مرکز جوړ شوی دی.

نوموړي تېره شپه (یکشنبه، ۳۱ د وري) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې دا ګام کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له سفر وروسته اخیستل شوی دی.

د محمد صادق په وینا، د کنټرول یاد مرکز به د هغه کډوالو شکایتونو ته رسیدنه کوي، چې افغانستان ته د بیرته ستنیدو پر وخت له ځورونې سره مخ شوي وي. هغه د اړیکو شمیرې هم شریکې کړې دي.

افغان کډوال له پاکستان څخه د اخراج پر مهال د ملکیتونو د لوټ او د پولیسو د ځورونې شکایت کوي.

پاکستان پریکړه کړې چې هغه کډوال چې د افغانستان تابعیت کارتونه لري له خپل هیواده وباسي. د ایستلو پروسه د اپریل له لومړۍ نیټې پیل شوې او اوس هم روانه ده.

طالبان د کډوالو په باعزته او خوندي راستنیدو ټینګار کوي.

په ورته وخت کې، ایران د افغان کډوالو د ایستلو پروسه هم ګړندۍ کړې ده.