ملګري ملتونه: د افغانستان ۷۰ سلنه ښځې بشرپالو مرستو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو ښځینه برخې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان څه باندې ۷۰ سلنه ښځې بشرپالو مرستو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

دې دفتر د ۲۰۲۴ کال پر مهال بشرپالو مرستو ته د افغان ښځو د لاسرسي د وضعیت په اړه تازه راپور خپور کړی دی.

د ملګرو ملتونو ښځینه برخې ویلي، چې دا راپور د روان انساني کړکېچ په ترڅ کې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د څو اړخیزو ننګونو ژوره ارزونه ده.

د دې دفتر په وینا، راپورونه وایي چې څرنګه ریښه لرونکي جنسیتي نابرابرۍ، جوړښتیز خنډونه او د طالبانو محدودوونکي سیاستونه په ټولو بشرپالو برخو کې اسیب پذیرۍ زیاتوي.

ویل شوي چې د دې راپور د چمتو کولو لپاره په ۳۴ ولایتونو کې تر ۲۰ زره زیاتو افرادو سره مرکې شوې دي.

د ملګرو ملتونو ښځینه برخې ویلي، چې سختدریځي قوانین لکه د یوه نارینه محرم له لوري له ښځو سره جبري ملتیا او د پوښاک محدودوونکو قوانینو په عمومي ژوند کې د ښځو د ګډون وړتیا په پراخه توګه محدوده کړې ده.

همدا د غیر دولتي سازمانونو او ملګرو ملتونو له ادارو سره د ښځو پر کار بندیز د روغتیا، زده کړو، تغذیې او خوندیتوب په ګډون اړینو خدماتو ته د ښځو او نجونو لاسرسی محدود کړی او د مناسبو غبرګونونو او عادلانه ټولنې په رامنځته کولو کې یې د ښځو رول محدود کړی دی.

د ملګرو ملتونو ښځینه برخې راپور ورکړی چې تر ۷۰ سلنې زیاتې ښځې بشرپالو مرستو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې لري او د دې یو تر ټولو لوی لامل د ښځینه مرستندویانو نشتون او د ښځو پر تګ-راتګ بندیزونه دي.

د ملګرو ملتونو ښځینه برخې ویلي، چې له ابتدایي دورې هاخوا د نجونو پر زده کړو بندیز یوه زده کړییزه تشه رامنځته کړې او راتلونکي کاري فرصتونه یې په شدت محدود کړي او د فقر څرخ یې دوامدار کړی دی.

د دې بنسټ په وینا، په داسې حال کې چې زده کړې یوه بنسټیزه اړتیا ده، د مکتب د عمر یوازې ۴۳ سلنه نجونې نوملیکنه کوي او تقریبا د ۱۳ تر ۱۷ کلونو په عمر کې هیڅ نجلۍ ښوونځي ته نه ځي.

د ملګرو ملتونو په وینا، دا زده کړییز محرومیت نه یوازې فردي وړتیا کموي، بلکې د هیواد اوږدمهالې ټولنیزه او اقتصادي وده هم کمزورې کوي.

د کورنیو د سرپرستو ښځو وضعیت

د ملګرو ملتونو ښځینه برخې په خپل راپور کې ویلي، چې د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ په نامتناسبه توګه د ژوند له نامناسبو شرایطو سره مخ دي. له کار سره تړلې ستونزې او د ژمي پر مهال کافي ګرمو جامو ته نه لاسرسی د دې کورنیو یوه بله ستونزه بلل شوې ده.

د ملګرو ملتونو په وینا، د خوندي او پایدار مېشتځای په برابرولو کې ناتواني اقتصادي اسیب پذیرۍ تشدیدوي او د فصلي کړکېچونو پر مهال خطرونه زیاتوي.

دې بنسټ ویلي، چې پر کورنیو اقتصادي فشار زیاتېږي او ځینې کورنۍ اړې کېږي چې ځینې سخت اقدامات وکړي لکه د خوړو وختونه کم کړي، ماشومان له مکتبه راوګرزوي او ماشومانو ته په کم عمرۍ کې واده وکړي.

د ملګرو ملتونو د ښځینه برخې په وینا، دې اقداماتو پر هغو کورنیو په نامتناسبه توګه اغېز کړی، چې د ښځو تر سرپرستۍ لاندې دي.

دې سازمان زیاته کړې، چې د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ له پام وړ مالي بې ثباتۍ او د هغو کورنیو په پرتله چې سرپرستان یې نارینه دي له لوړ پور سره مخ دي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې دې اقتصادي ستونزو ته رسیدګي د افغان کورنیو د رفاه او مقاومت لپاره اړین دي.

روغتیایي خدماتو ته د ښځو د لاسرسي پر وړاندې سیسټماټیک خنډونه

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې سیسټماټیکو خنډونو روغتیایي خدماتو ته د ښځو لاسرسی په پراخه توګه محدود کړی دی.

د دې بنسټ په وینا، د ښځینه روغتیایي کارمندانو کمښت د تګ-راتګ له محدودیتونو او مالي خنډونو سره یو ځای د حامله لرونکو میندو روغتیا او رواني حالت نور هم بدتر کړی دی. د ښځو پر زد کړو د بندیز د ناوړه اوږدمهالو پایلو له امله دا مسایل نور هم وخیم کېږي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې اوس مهال امینداورې او شیدې ورکوونکې میرمنې له ناکافي غذایي رژیم او د خوارځواکۍ له لوړو خطرونو سره مخ دي.

د تاوتریخوالي، کم عمر کې د واده او بې ځایه کېدو خطرونه

د ملګرو ملتونو ښځینه برخې په خپل راپور کې ویلي، چې د افغانستان ښځې او نجونې د جنسیت پر اساس د تاوتریخوالي له زیاتېدو، کم عمر کې له واده او بې ځایه کېدو له خطرونو سره مخ دي.

د دې بنسټ په وینا، د مدني حقونو له منځه تګ او د ټولنې په تصمیم نیونې کې پر ګډون محدودیت، ښځې او نجونې نورې هم حاشیې ته کوي.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې د کار او زده کړو له حق څخه بې برخې کړې دي. دې ډلې د وروستیو څلورو کلونو پر مهال خپل بندیزونه نور هم سخت کړي.