اطلاعات روز: په بشرپالو چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ټام فلیچر افغانستان ته سفر کړی او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره تر لیدنې وروسته یې ویلي، چې «د نجونو له زده کړو او بشپړ ګډون پرته پرمختګ ناشونی دی».
ښاغلي فلیچر نن (دوشنبه، ۸ د غویي) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې د افغان ښځو د «ستر ظرفیت» په اړه بحث افغانستان ته د نوموړي د سفر په لومړي سر کې دی.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې د کار او زده کړو له حق څخه محرومې کړې دي.
طالبانو همدا راز د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی او د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو پر فعالیت یې پراخ محدودیتونه وضع کړي دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست سره لیدنه «عملي» بللې او ویلي یې دي چې له نوموړي سره یې د اقلیمي بدلونونو او «د ناامنۍ او نشه یي توکو په برخو کې د پرمختګ» په ګډون د بشرپالو ننګونو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم تېره شپه ویلي و، چې د دې وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیال سره د بشرپالو مرستو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې-اترې کړې دي.
د دې وزارت له اعلامیې سره سم، متقي د افغانستان له خلکو سره د مرستې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا هیواد لا هم بهرنیو مرستو ته اړتیا لري.
طالبانو داسې مهال له افغانستان سره د مرستو د دوام غوښتنه کړې چې امریکا خپلې مرستې د دې اندیښنې له امله درولي، چې دا ډله ورته لاسرسی لري او نورو هیوادونو هم خپلې مرستې کمې کړې دي.