ملا برادر ولې له پاکستاني پلاوي سره ونه لیدل؟

زاړه ټپونه لا هم تازه دي

Photo: @FDPM_AFG

خالد محمدي  

ملا برادر چې د ۲۰۰۱ کال پر مهال د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د بریدونو په ترڅ کې د طالبانو د لومړي حکومت تر چپه کېدو وروسته د طالبانو د بنسټګر ملا عمر د مرستیال په توګه فعالیت کاوه، د ۲۰۱۰ کال پر مهال په کراچۍ ښار کې ونیول شو. دی تر اته کلن زندان وروسته ازاد شو، خو داسې ښکاري چې د هغه زندان یادونه لا هم د نوموړي پر چلند او سیاسي پرېکړو اغېز لري.

تر دې پیښې کلونه وروسته سږ کال د وري میاشتې پر ۳۰مه یو لوړپوړی پاکستانی پلاوی کابل ته راغی؛ د دې پلاوي مشري د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کوله. ملا برادر له دې پلاوي سره د لیدنې بلنه رد کړه او ویې ویل چې «مصروف» دی. د ډېریو په اندا دا چلند هغه سپکاوي او بد چلندونو ته مستقیم ځواب و چې نوموړي د پاکستان په زندانونو کې لیدلي؛ هغه ټپ چې لا هم نه دی رغېدلی او د ده او د پاکستاني چارواکو تر منځ یې واټن رامنځته کړی. دا په داسې حال کې چې د پاکستان نور لوړپوړي چارواکي لا هم له پاکستان سره نږدې اړیکې لري.

افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر محمد اسحاق ډار تر سفر وړاندې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د دې سفر پر مهال به نوموړی د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره وګوري. مګر له ملا برادر سره دا لیدنه ونشوه او پاکستاني پلاوي د ده پر ځای د طالبانو د لومړي وزیر له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره ولیدل.

عبدالسلام حنفي ازبک دی او د طالبانو په جوړښت کې زیات نفوذ نه لري. که څه هم هغه د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال دی، مګر د شنونکو په اند چې د هغه رول یو نمایشي حرکت دی او چندان صلاحیتونه او نفوذ نه لري. همدا نکته د دې لامل شوې چې د ملا برادر پر ځای له نوموړي سره د پاکستاني پلاوي لیدنه عامه افکار جلب نه کړي.

کابل ته د پاکستاني پلاوي دې سفر د اسلام اباد لپاره زیات ارزښت درلود؛ ځکه پاکستاني چارواکو اراده درلوده چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په ګډون د امنیتي ګواښونو په تړاو د ملا برادر په ګډون د طالبانو له مشرانو سره خبرې وکړي – اسلام اباد دا ډلې په خپله خاوره کې د ناامنۍ لامل بولي. مګر ملا برادر د طالبانو د یوې نوموتې څېرې په توګه له دې پلاوي سره خبرو ته تیار نه شو او بل لور ته پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د شړلو لړۍ پیل کړې ده او دا اقدام د کډوالو د بشري حقونو د فعالانو له سختې نیوکې سره مخ شوی. ډېری کډوال د طالبانو حکومت د دې بهیر په مخنیوي او حتا کمولو کې په ناتوانۍ تورنوي. شونې ده چې د ملا برادر دریځ د پاکستان له وروستیو سیاستونو په ځانګړي توګه د مهاجرینو پر وړاندې د چلند په تړاو ناخوښي وي. دی غواړي په دې سره وښیي چې د پاکستان له سیاستونو سره مخالف دی.

په ارګ کې د پاکستان د لومري وزیر له مرستیال سره د طالبانو د رییس الوزرا لیدنه/ ارګ

د ملا برادر او پاکستان ترمنځ اړیکې ډېرې لوړې او ژورې لري. د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال نوموړی یو داسې څوک بلل کېده چې غواړي خبرې وکړي او د افغانستان د معضلې لپاره یوه حللاره پیدا کړي. حامد کرزي هم د سولې په خبرو کې د نوموړي د احتمالي رول په تړاو مثبت نظر درلود او هیله یې درلوده چې د ده له ظرفیت څخه استفاده وشي مګر په دې وخت کې ملا برادر د پاکستان له لوري ونیول شو.

دا نیونه د افغانستان د هغه وخت چارواکو له لوري نه یوازې د سولې د هڅو پر وړاندې یو جدي خنډ بلل کېده، بلکې داسې ښکارېده لکه د سولې د خبرو په بهیر کې چې پاکستان خنډونه رامنځته کوي. د هغه وخت چارواکو د نوموړي ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه ترڅو خبرو ته لار هواره شي؛ نوموړی څو کاله وروسته خوشې شو، خو د دې زنداني کېدو اغېزې لا هم دواړو لورو ته جوتې دي.

ملا برادر څوک دی؟

ملا عبدالغني برادر د ۱۹۹۴ میلادي کال پر مهال د افغانستان په سویل کې د طالبانو د رامنځته کېدو یو بنسټګر او اغېزناکه څېره بلل کېږي. دی د طالبانو د لومړي رهبر ملا عمر یو تر ټولو نږدې کس و او د دې ډلې له لومړي پیله یې د دې ډلې په سیاسي او نظامي جوړښت کې محوري رول درلودلی دی. برادر د ۱۹۶۸ کال پر مهال د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې زېږېدلی او دیني زده کړې یې د افغانستان او پاکستان په مدرسو کې کړې دي.

د امریکا په مشرۍ پر افغانستان د نړیوال ایتلاف د برید پر مهال نوموړي د طالبانو د وخت د دفاع وزیر ملا عبیدالله اخوند د مرستیال په توګه فعالیت کاوه. عبیدالله د طالبانو یوه ډېره پیاوړې نظامي څېره وه او هغه وخت ملا برادر ته سپارل شوي مسوولیتونه د دې فرصت برابر کړ، ترڅو خپل جنګي مهارتونه نور هم پراخ کړي. دا نظامي تجربه د دې لامل شوه چې د طالبانو د لومړي رژیم تر سقوط وروسته د ملا عمر د مرستیال په توګه انتخاب شي.

د ۲۰۰۱ کال پر مهال د طالبانو د حکومت تر سقوط وروسته ملا برادر د طالبانو د جوړښت په بیرته منظمولو کې مهم رول درلود. ده د کوټې د شورا بنسټ کېښود او له همدې لارې طالبانو خپل تازه جنګي عملیات پیل کړل. د دې شورا رامنځته کېدو د طالبانو ډېری محلي قومندانانو ته روحیه ورکړه ترڅو یو ځل بیرته د جګړې ډګر ته راشي او د طالبانو نظامي فعالیتونه پراخ کړي.

مګر د ۲۰۱۰ کال پر مهال ملا برادر د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونیول شو، خو له دې سره-سره دې اقدام ونشوای کولای چې د طالبانو د کوټې شورا جوړښت ختم کړي او طالبانو حتا د نوموړي په غیاب کې جګړه پراخه کړه. نوموړی اخر هم د ۲۰۱۸ کال په اکټوبر کې له زندانه خوشې شو او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مسوول په توګه وټاکل شو.

له امریکا سره د سولې په خبرو کې د نوموړي رول جوت و. ملا برادر وکولای شول چې له متحده ایالاتو سره تر پر له پسې خبرو وروسته د ۲۰۲۰ په فبرورۍ کې د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کړي. نوموړي پر امریکايي اړخ د فشار له لارې وکولای شول چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د تړون د لاسلیک مراسمو ته حاضر کړي او په دې سره نوموړي غوښتل چې دې توافق ته مشروعیت ورکړي.

کابل ته د قزاقستاني پلاوي سفر او د ملا برادر له

د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته داسې تمه کېده چې ملا برادر به د طالبانو د نوي حکومت د رییس الوزرا په توګه وټاکل شي، خو د سراج الدین حقاني په مشرۍ د حقاني شبکې د مخالفت له امله داسې ونه شول او په دې توګه نوموړی د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال په توګه وټاکل شو مګر دې مقام ورته د صلاحیت او نفوذ له اړخه د لومړي وزیر تر دوو نورو مرستیالانو زیات حیثیت ورکړی.

پخوا هم داسې نښې لیدل شوي چې د طالبانو په حکومتي جوړښت کې د نوموړي اهمیت ښیي. دوه کاله وړاندې چې کله یو پاکستاني پلاوي د دفاع وزیر خواجه اصف او د پاکستان د نظامي اطلاعاتو د سازمان (آی ایس آی) د هغه د رییس جنرال ندیم انجم په مشرۍ کابل ته سفر کړی و، د طالبانو رییس الوزرا د ناروغۍ له امله ونشوای کولای چې غونډې ته ولاړ شي او دا ملا برادر و چې له پلاوي سره یې په ارګ کې وکتل. هغه وخت غونډه په داسې بڼه ترتیب شوې وه چې ښودله یې ملا برادر د غونډې په رأس کې دی او موقعیت یې لوړ دی.

مګر کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر محمد اسحاق ډار د وروستي سفر پر مهال په ارګ کې غونډه په متفاوته بڼه ترتیب شوې وه. په دې غونډه کې د طالبانو رییس الوزرا محمد حسن اخوند له اسحاق ډار سره برابر ناست و؛ د ډېری شنونکو په اند دا تغییر د دواړو اړخونو په اړیکو کې انډول او حساسیت ښیي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، چې ملا برادر لا هم په پاکستاني زندانونو کې د نوموړي د زنداني کېدو او ورسره د شوي سپکاوي له امله خواشینی دی او له همدې کبله یې د دې هیواد له پوځ او نظامي اطلاعاتي سازمان سره اړیکې رغېدلي نه دي.

کابل ته د پاکستاني پلاوي مخکینې سفر/ ارګ

ملا برادر د ۲۰۲۰ کال په فبروري کې په دوحه کې له امریکا سره د سولې د توافق تر لاسلیکولو وروسته په نړیواله مشهوره څېره بدل شوی. ده د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال په توګه هڅه کړې چې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره د طالبانو اړیکې په ځانګړې توګه د اقتصاد او ډیپلوماسۍ په برخه کې پیاوړې کړي.

دا هڅې کابل ته د قزاقستاني پلاوي په وروستي سفر کې هم څرګندې وې. د روانې غویي میاشتې په لومړۍ نېټه د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین په نظامي الوتکه کې کابل ته راغی. د پاکستاني پلاوي بر خلاف چې یوازې دوې ورځې وړاندې کابل ته راغلی و او ملا برادر ورته پاملرنه نه وه کړې، مګر دا ځل د ارګ په انګړ کې په خپله د قزاق پلاوي هرکلي ته ورغی او په ورین تندي یې د هغوی هرکلی وکړ. د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د نوموړي د ناستې ډول هم له هغه سره برابر و او دا له استانې سره د اړیکو د پراخولو لېوالتیا په ډاګه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه