اطلاعات روز: ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په هلمند او فراه ولایتونو کې په تېرو دوو ورځو کې څلور ځوانان د سیند په اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب او مړه شوي دي.
د سرچینو په وینا، تېره ورځ (جمعه، ۲۶ د غویي) د لښکرګاه ښار د «بُست کلا» سیمې اړوند د هلمند سیند کې د علیسینا او روحالله په نومونو دوه ځوانان د لامبو پر مهال اوبو ډوب او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
ورته مهال د دې ولایت د ګرشک ولسوالۍ اړوند «بغرا» سیمه کې هم د مطیعالحق په نوم یو ځوان د سیند پر غاړه د لامبو پر مهال اوبو غرق کړی او مړ شوی دی.
دا پېښې داسې مهال رامنځته کېږي، چې له دې یوه ورځ وړاندې هم یو ځوان د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اړوند سیمه کې د اوبو له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغه ځوان د هویت او اوبو کې د ډوبیدو لامل یې نه دي څرګند شوي.
په هلمند او فراه کې ځایي طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې د اوړي په موسم کې اوبو کې د مړینې پېښې زیاتېږي او ډېری کسان د بېاحتیاطۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.