مجاهد: پاکستاني چارواکي باید پرته له کوم دلیله د بریدونو مسوول افغانستان ونه ګڼي

Photo: RTA

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د زده کونکو په بس باندې برید غندلی او د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې یې رد کړي چې ګواکې دا برید له افغانستان سره تړاو لري.

مجاهد تېره شپه (چهارشنبه، ۳۱ د غویي) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې پر ماشومانو او ملکي وګړو برید په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دی.

هغه ویلي، چې طالبان د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې په کلکه ردوي چې وايي، دا ډول بریدونه له افغانستان سره تړاو لري.

د طالبانو ویاند زیاته کړې، چې پاکستاني چارواکي باید پرته له کوم دلیل یا توجیه څخه افغانستان د دې پیښو مسوول ونه ګڼي.

مجاهد ادعا کړې، چې طالبان به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي.

پرون سهار د بلوچستان په خضدار سیمه کې د زده کونکو بس د یوې زورورې چاودنې هدف وګرځیده.

د پاکستاني چارواکو په وینا، په دې برید کې د درې زده کوونکي په ګډون پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د بلوچستان ایالت اعلی وزیر سرفراز بوګټي د دې برید پړه پر هند اچولې او ویلي یې دي چې بریدګر له هند څخه پیسې اخلي.

هغه دغه راز ویلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان خاوره په مکرر ډول د پاکستان پر ضد کارول شوې ده.

بوګټي پر طالبانو غږ کړی چې د دوحې په تړون کې خپلې ژمنې پوره کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان خاوره د پولې هاخوا ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي.

پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې میشتې دي او له هغه ځایه په پاکستان کې خپل بریدونه تنظیموي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څارنې کمیټې هم په خپلو راپورونو کې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د وسله والو ډلو شتون تایید کړی دی.

خو، طالبان تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون ردوي او وايي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه