اطلاعات روز: له لسو څخه زیاتو نړیوالو او کورنیو کلتوري او رسنیزو سازمانونو په یوې اعلامیه کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د «خپل سري او ډله ییزې ایستنې» د پای ته رسولو غوښتنه کړې.
دې سازمانونو پرون (چهارشنبه، ۷ د غبرګولي) په یوې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې که چیرې ليکوالان، هنرمندان، خبريالان او د بشري حقونو مدافعین افغانستان ته وشړل شي، له جدي ګواښونو سره به مخ شي، چې پکې بېبنسټه نيول، شکنجه او زنداني کیدل شامل دي.
دغه اعلاميه د نړيوال قلم انجمن، د بېپولې خبريالانو سازمان، د خبريالانو د ساتنې کميټې، په راډيو او تلويزيون کې د ښځو نړيوالې ټولنې، د خوندي ښارونو نړيوالې شبکې (آيکورن)، د «له خطر سره مخو هنرمندانو د ملاتړ سازمان»، «فري پرېس انليميټډ»، «فرنټلاين ډیفېنډرز»، «اينډيکس آن سنسورشيپ»، نی، په شمالي او سویلي امريکا کې د افغان خبريالانو جلاوطنه ټولنه، او د افغانستان، امريکا، جرمني او ناروې د قلم ټولنو لهخوا لاسليک شوې ده.
په دغه اعلامیه کې راغلي: «په هغو کسانو کې چې تر ټولو ډېر د تعقیب او ګواښ له خطر سره مخ دي، لیکوالان، خبریالان، هنرمندان او د بشري حقونو مدافعین شامل دي، چې لا هم له جدي ګواښونو لکه بېدلیله نیونې، شکنجې او بند سره مخ دي، دا یوازې د دې لپاره چې هغوی داسې نظرونه څرګند کړي چې د طالبانو له ایډیولوژۍ سره مطابقت نه لري.»
دغه سازمانونه زیاتوي: «هغه مېرمنې او نجونې چې بېرته افغانستان ته شړل کېږي، هم به د خپل ژوند په ټولو برخو کې له بېساري زورونې سره مخ شي؛ داسې زورونه چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، د جنسیتي آپارتاید بڼه لري.»
دغه سازمانونه ویلي، چې ډېر هغه افغان کډوال چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي، پلان يې درلود چې خوندي هېوادونو ته کډه شي، خو د بشردوستانه ويزو د پروسو ځنډ، او په بېلابېلو هېوادونو کې، په تېره بيا د امريکا، بريتانيا او جرمني له لوري د له خطر سره مخ افغان وګړو د کافي ملاتړ نشتوالي د دې لامل شول چې ډېری دغه کسان په ناامنه او بېثباته حالت کې راګير پاتې شي.
د دوی په ټکو، چې د پاکستان لخوا د یو میلیون څخه زیاتو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ډله ییز او جبري ایستل د ویرې یوه نوې څپه خوره کړې ده.
دغه سازمانه داسې مهال له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د پای ته رسولو د غوښتنې ترڅنګ له نړېوالې ټولنې هم غوښتي چې افغان کډوالو او پناهغوښتونکو ته، په ځانګړي ډول لیکوالانو، خبریالانو، هنرمندانو، د بشري حقونو مدافعینو او هغو کسانو ته چې د خپلو سولهییزو نظرونو د څرګندولو له امله له تعقیب سره مخ دي، د خوندي او قانوني لارې زمینه برابره کړي.
پاکستان د روان کال د اپریل په لومړۍ نیټه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړ او بې اسناده اشخاص او د افغان تابعیت کارت لرونکي شړي.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې تر ۱۳۰زرو زیات کډوال له پاکستان څخه افغانستان شړل شوي دي.