څښاک اوبه

جلال اباد ښار کې ۹۳ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

خبریال: جان اغا صالح

ختیځ کې د ښاري اوبو د رسونې ریاست مسوولین وایي، په جلال اباد ښار کې ۹۳ سلنه خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د یاد ریاست رییس محمد ظاهر ستانکزي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي لامل په خپلسري ډول د څاه ګانو کېندل، پاکوالي ته پام نه کول او په جلال اباد ښار کې د اوبو رسولو کانالیزاسیون سیستم نه شتون یادوي.

ستانکزی وایي، د جلال اباد ښار په زیاتو سیمو کې ډېری خلکو په خپل سري ډول په نامناسبه ځایونو کې د څښاک د اوبو ترلاسه کولو لپاره څاګانې کیندلي او همدا لامل دی چې یواځې ۷ سلنه خلک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

ستانکزي زیاته کړه: «په جلال اباد ښار کې د ښاروالۍ د احصایي له مخې یو میلیون خلک ژوند کوي چې یواځې ۷ سلنه خلک یې پاکو اوبو ته لاسرسی لري او پاتې نور ۹۳ سلنه خلک له پاکو اوبو بې برخې دي عوامل یې ډیر دي څوک نظافت ته پام نه کوي، مثلا د کوهي په خوا کې یې تشناب وي، د اوبو رسولو منظم سیستم نشتوالی او همدارنګه د اوبو رسولو د شبکو د زړوالي له امله هم دغه ستونزه رامنځته شوې، مونږ په ډیرو کمو امکاناتو توانیدلي یو چې د ښار ځينو برخو ته اوبه ورسوو.»

ختیځ کې د ښاري اوبو د رسونې ریاست مسوولین وایي، جلال اباد ښار کې یوازې ۷ سلنه خلک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

نوموړی اندیښمن دی او وایې، که خلک له دوی سره همکاري ونه کړي نو وېره شته چې له څو کلونو وروسته به د جلال اباد ښاریان هیڅ پاکې اوبه ونه لري. د اوبو رسولو مشر وایې، هڅې یې پیل کړي دي، چې جلال اباد ښاریانو لپاره د څښاک پاکو اوبو رسونې نوې شبکې ډیزاین او سروې کړې، چې په فعالیت سره به یې تر ډیره د ښاریانو د څښاک د پاکو اوبو ستونزه حل شي.

ستانکزی زیاتوي: «هڅه کې یو چې په جلال اباد ښار کې د پاکو اوبو د رسونې لپاره منظم ځایونه جوړ کړو، چې ورسره به په ښار کې د څښاک د پاکو اوبو رسولو په برخه کې شته ستونزه حل شي او ویره هم لرو چې که چیرې په ښار کې د څښاک د پاکو اوبو ترلاسه کولو لپاره کار و نه شي نو اندیښنه مو دا ده چې دا حالته به یوه ورځ داسې شي چې هیڅوک به پاکو اوبو ته لاسرسی ونه لري.»

بل لور ته جلال اباد ښاریان د اوبو رسونې پر ادارې هم نیوکه کوي او وایې، د اوبو رسونې اداره یې د ښاریانو اړتیاوې نه شي پوره کولای. ښاریان وایي، په ۲۴ ساعتونو کې یې یوازې یو یا نیم ساعت له اوبو برخمن او ډیره کله یې کارکوونکي له ښاریانو د وچو نلونو پر سره بیلونه اخلي.

دوی وایې، په جلال اباد ښار کې د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي له امله ګڼ شمیر خلک په موسمي نارغیو لکه: «نس ناستي» او ګڼو نورو نارغیو باندې اخته شوي دي. نورګل د جلال اباد ښار اوسیدونکی دی هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د په جلال اباد ښار کې د ښاروالۍ او د ښاري اوبو رسونې ادارې د بې غورۍ له امله زیاتره ښاریان پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، چې له همدې امله زیاتره یې په موسمي ناروغیو اخته شوي دي.

د پاکو ابوبو نشتوالي له امله خلک د نس ناستي په ګډون په ګڼو ناروغیو اخته شوي.

نور ګل زیاته کړه: «کور ته مو نل راتیر شوی خو اوبه یو ورځ وي بله ورځ نه وي او کله داسې هم کیږي، چې څو ورځې اوبه نه وي بیا یې له ګاونډیو راوړو، بیل یې هم ورکوو، خو اوبه په وخت نه راځي هڅې په نوم یې اوبو رسونې اداره فعاله ده او مونږ مجبور یو چې دغه اوبه چې د څښاک نه دي کار ترې واخلو ځکه بله چاره نه لرو، زمونږ د کورنۍ غړي هم هر وخت په موسمي ناروغیو د همدغه ناپاکه اوبو له امله په مختلفو ناروغیو اخته کیږي نو هیله ده چې مسوولې ادارې دې برخې ته پام وکړي.»

بل لور ته د اوبو رسونې اداره د ښاریانو له لوري پر دوی لګول شوي تورونه بې ځایه بولي او وایي، په کمو امکاناتو یې د زیاتو ښاریانو د څښاک د پاکو اوبو ستونزه حل کړې ده. ختیځ کې د ښاري اوبو د رسونې رئيس محمد ظاهر ستانکزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ښاریان او یو شمیر دولتي ادارې یې دوه میلونه افغانۍ پوروړي دي، چې له امله یې د اوبو رسونې چوپړونه له نیوکو سره مخ دي.

د ستانکزي په خبره په پوروړیو دولتي ادارو کې یو شمیر مهمې ادارې هم شاملې دي، چې دوی ته یې تراوسه پور نه دی ورکړی. ستانکزی زیاتوي: «د اوبو رسونې ادارې دوه میلونه افغانۍ جلال اباد ښاریان او د دې ولایت یو شمیر مهمې ادارې پوروړي دي، چې له امله یې زمونږ کارونه ټکني دي ځکه زمونږ د ادارې ټول مصارف له همدغه ښاریانو دي، که دوی په وخت پېسې تحویل کړي، نو وبه کولای شو چې د ښاریانو د څښاک د پاکو اوبو ستونزه حل کړو او ټولو ښاریانو ته به اوبه ورسوو.»

د اوبو رسونې ادارې د مالوماتو له مخې د جلال اباد ښار لپاره یې د اوبو رسونې د نوې ۱۰۵ کیلو مټره شبکې ډیزاین او سروې کړې چې په فعالیت سره به یې تر ډیره د ښاریانو د څښاک د پاکو اوبو ستونزه حل شي.