پر ایران د اسراییلو برید؛ بېلابېلو هیوادونو د برید غندنه او د خبرو-اترو غوښتنه کړې

Photo: @sharghdaily

اطلاعات روز: پر ایران د اسراییلو برید ته په غبرګون کې سعودي او پاکستان دا برید غندلی دی او د هند په شمول نورو هیوادونو د دواړو تر منځ د خبرو-اترو او کرارۍ غوښتنه کړې، مګر ایران په عین مهال کې د غچ اخیستنې خبرداری ورکړی دی.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې «د ایران پر اسلامي جمهوریت د اسراییلو ښکاره تجاوزات» غندي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «په داسې حال کې چې سعودي دا بریدونه غندي، په عین مهال کې ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه او امنیت شورا دد ې تجاوز په مخنیوي کې لوی مسوولیت لريږ»

بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې «د ایران پر اسلامي جمهوریت د اسراییلو نامشروع بریدونه په سختو ټکو غندي».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ایران د ملګرو ملتونو د منشور له ۵۱مې مادې سره سم د ځان د دفاع حق لري.

دې وزارت ویلي: «پاکستان د ایران له خلګو سره په غوڅه توګه ولاړ دی او دا ښکاره تحرکات چې د ټولې سیمې او تر دې هاخوا ته نړۍ د سولې او ثبات لپاره جدي خطر دی، غندي.»

پاکستان ویلي چې نړیواله ټولنه او ملګري متلونه د نړیوالو قوانینو د خوندیتوب، د دې تجاوز د سمدستي مخنیوي او د تجاوز د ځواب ویلو مسوول دي.

بل لور ته د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جېسوال هم رسنیو ته ویلي چې ایران او اسراییل باید له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې شخړه ورسره زیاتېږي. نوموړي ویلي د «ډیالوګ او ډیپلوماسۍ» غوښتنه کړې او ویلي یې دې چې «د وضعیت او همدا راز پر کومو ځایونو چې بریدونه شوي، څارنه کوي.»

نوموړي زیاته کړې چې هند د هر ډول ملاتړ لپاره چمتو دی.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر پیني وونګ هم د ایران او اسراییلو تر منځ د شخړې د زیاتېدو په تړاو اندیښه ښوولې ده. نوموړي له دواړو خواوو غوښتي چې له داسې اقداماتو او خبرو ډډه وکړي چې شخړه ورسره نوره هم پراخېږي او په عین مهال کې یې له دواړو خواوو غوښتي چې ډیپلوماسۍ او مذاکراتو ته لومړیتوب ورکړي.

له دې سره-سره د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي چې پر ایران د اسراییلو له برید څخه خبر و. ټرمپ هیله ښوولې چې ایران به له امریکا سره هستوي مذاکراتو ته دوام ورکړي.

ټرمپ ویلي چې «ایران نشي کولای چې هستوي بم ولري او موږ هیله لرو چې بیرته خبرو ته راوګرزو. ګورو به.»

اسراییلو نن (جمعه، ۲۳ د غبرګولي) په تهران او د ایران په نورو برخو کې پر هستوي تاسیساتو او همدا راز مسکوني ځایونو یو لړ بریدونه وکړل.

په دې بریدونو کې د د ایران د پوځ د لوی درستیز محمد باقري او د سپاه پاسداران پوځي ډلې د قومندان حسین سلامي په ګډون د ایران یو شمېر لوړپوړي نظامي چارواکي وژل شوي دي.

همدا راز د خاتم الأنبیاء د مرکزي قرارګاه د قومندان غلام علي رشید او یو شمېر نورو هستوي ساینسپوهانو وژنه هم تایید شوې ده.

د ایران مذهبي مشر سید علي خامنه په خپل پیغام کې ویلي چې اسراییل «بایید خطرناک مجازات ته منتظر شي».

خامنه ای ویلي: «صهیوني رژیم په دې جنایت سره د خپل ځان لپاره تریخ برخلیک وټاکه او دا به هرو-مرو تر لاسه کوي.»

د اسراییلو پوځ ویلي چې «د دې هیواد پر خلاف د ایران د دوامدار تهاجم په غبرګون کې یې د ایران پر هستوي برنامې دقیق بریدونه کړي» دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه