ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو له خوارځواکۍ سره د مبارزې لپاره د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې

اطلاعات روز: له ملګرو ملتونو سره تړلو بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو له خوارځواکۍ سره د مقابلې لپاره د تغذیې په برخه کې د بېړنیو، همغږو او څو اړخیزو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

دا اعلامیه چې نن (یکشنبه، ۲۵ د غبرګولي) خپره شوې، پکې ویل شوي چې افغانستان د ښځو او ماشومانو له خوارځواکۍ سره د مبارزې په برخه کې په حساسه نقطه کې دی او «د ژوند ژغورنې او د دې دوامدار کړکېچ د ویجاړوونکو اغېزو د کمولو لپاره» په نړیواله، ملي او محلي کچه بېړني اقدامات اړين دي.

دا غوښتنه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسیف)، د روغتیا نړیوال سازمان، د خوړو نړیوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې سازمان (فائو) او د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق کړې ده.

دوی ویلي چې دا اعلامیه د ډنګروالي، قد د کموالي او خوارځواکۍ د نورو ډولونو د مخنیوي لپاره د خوړو د سیاستونو د طرح کولو او پلي کولو لپاره د ملاتړي چاپېریال نقشه برابروي او موخه یې خدماتو ته ژر لاسرسی، د حادې خوارځواکۍ مدیریت او سالمو او مقوي غذایي رژیمونو ته لاسرسی دی.

د ملګرو ملتونو بنسټونو ویلي چې دا اعلامیه همدا راز ټینګار کوي چې د خوړو، روغتیا، ټولنیز ملاتړ، اوبو، حفظ الصحې او زده کړو برخې باید پر ښځو او ماشومانو اغېز ته پام سره نورې هم حساسې او د اړتیاوو ځوابوونکې وي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د دې اهدافو تر لاسه کولو لپاره د تغذیې په برخه کې د څورو نورو اورګانونو پیاوړتیا ضروري ده لکه موثره رهبري، څو اړخیزه همغږي، د تغذیې په برخه کې تخصصي ځواک او د سیاستونو او برنامو د اطلاع رسونې په تړاو د مهمو شواهدو تولیدول.

د ملګرو ملتونو بنسټونو ویلي چې افغانستان د نړۍ د ۱۵ هیوادونو تر منځ د ماشومانو د خوارځواکۍ تر ټولو لوړه کچه لري او اوس مهال په دې هیواد کې ۳.۵ میلیون تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته دي او په دې لړ کې ۱.۴ میلیون تنه د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

دوی همدا راز ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې له هرو ۱۰ ښځو څلور تنه یې په خوارځواکۍ اخته دي او ډېر کله دې کړکېچ ته د ځواب ویلو پر مهال له پامه غورځول کېږي.

د ملګرو ملتونو د بنسټونو په راپور کې همدا راز ویل شوي چې په افغانستان کې له هرو ۱۰ ماشومانو، نهه تنه یې د «ماشومانو په غذایي فقر» اخته دی او د خپلې ودې او تکامل لپاره د خوړو تنوع نه لري.

د ملګرو ملتونو بنسټونو ویلي چې د خوړو د ناامنۍ لوړه کچه چې تر ډېره حده د شړېدونکي اقتصاد او وچکالۍ په څېر چاپېریالي ناورینونو له کبله ده، ۹.۸ میلیون وګړي یې له سختې غذایي ناامنۍ سره مخ کړي دي.

دوی په خپله اعلامیه کې د ټولنیز او زده کړییز ملاتړ تر څنګ د خوړو، کرنې، تغذیې او حفظ الصحې په برخه کې د پاملرنې غوښتنه کړې.

دوی ویلي چې پر دې برخو په تمرکز کلوو او د مخنیوي، تشخیص او ژر درملنې له لارې کېدلای شي چې له خوارځواکۍ سره مقابله وشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د روغتیا د سازمان استازي اډوین سنیزا سالوادرو ویلي: «خوارځواکي یوازې یوه روغتیایي ستونزه نه ده، دا یو څرخ چې نسلونه دوام کوي. کله چې میندې خوارځواکې وي، شونتیا زیاته ده چې نوي زېږېدونکي ماشومان به کم وزنه وي او دا موضوع د ماشومتوب، نوې ځوانۍ او لویوالي پر مهال د ناکافي ودې خطر او ستونزې زیاتوي.»

ده ویلي: «د دې څرخ د ماتولو لپاره فعالې تګلارې ته اړتیا ده چې هم پر مخنیوي او هم د ژوند په هر پړاو کې پر درملنې تمرکز وکړي.»

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام رییس جان ایلیف هم ویلي چې په افغانستان کې د لوږې بار تر ډېره حده د ښځو او ماشومانو پر اوږو دی؛ په داسې حال کې چې له هرو پنځو کورنیو څلور کرونۍ د حد اقل مقوي خوړو د پیرلو توان نه لري.

ده ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام له هغو کورنیو سره خپلو ژغورونکو مرستو ته دوام ورکوي چې له ګڼو اسیب پذیریو سره مخ وي او د بقا بله لار نه لري، مګر د خوړو د مرستو د نه دوام په صورت کې به د افغانستان میلیونونه وګړي په ځانګړې توګه د ژمي په را نژدې کېدو سره له لوږې او حادې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو بنسټونو ویلي چې د خوړو د نړیوالو موخو او پایدارې ودې د تر لاسه کولو لپاره پانګونه او مشترک اقدام ضروري دی.

د امریکا د مالي مرستو تر قطع کېدو او د نورو هیوادونو د بشري مرستو تر کمېدو وروسته د ملګرو ملتونو بنسټونو په ځلونو په افغانستان کې د خوارځواکۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.

دوی وایي چې د بودجې د کمښت له امله نشي کولای له اړمنو سره بشري مرستې وکړي.

ملګرو ملتونو او نورو مرستندویو بنسټونو په افغانستان کې میلیونونو وګړو ته د رسیدګۍ لپاره د بشرپالې بودجې د زیاتېدو غوښتنه کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته