که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت په ټول هېواد کې د کوکنارو پر کښت، پېرـ پلور او قاچاق د بشپړ بندیز خبرې کوي، خو لا هم د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر د کونړ او نورستان په لېرې پرتو او غرییزو سیمو کې کروندګر د کوکنارو پر کښت بوخت دي.
سرچینې وايي، طالبان د باج او بډو په بدل کې کروندګرو ته د کوکنارو د کښت اجازه ورکوي او هغوی چې طالبان ونه نازوي طالبان یې پر وړاندې جدي ګامونه پورته کوي.
یو شمېر نور کروندګر بیا پر طالبانو نیوکې کوي، چې د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو له لوري د بدیل معیشت مرستې هم دوی ته نه رسېږي چې له همدې امله د کوکنارو کرکیلې ته اړ کېږي.
د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې سرچینې وايي، طالبان له هغو کروندګرو چې د کوکنارو کښت یې کړی او غواړي ولاړ فصلونه یې له منځه لاړ نه شي باج اخلي.
سرچینې زیاتوي، هغه کروندګر چې طالبانو ته د کوکنارو د کښت په بدل کې پیسې ورکړي نه یوازې دا چې زندان ته نه لېږدول کېږي؛ بلکې د کوکنارو ولاړ فصل یې هم له منځه نه وړل کېږي.
یوې ځايي سرچینې په راپور کې د نوم نه خپرولو په شرط له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «کونړ کې طالبان له کروندګرو سره دوه ګونی چلند کوي، هغه کروندګر چې طالبانو سره اړیکې لري او یا ورته د باج په ډول پیسې ورکړي د کوکنارو د کښت او را ټولولو اجازه ورکول کېږي؛ خو چې څوک ورته پیسې ورنه کړي او یا ورسره اړیکې ونه لري کوکنار یې اړول کېږي او زندان ته هم وړل کېږي.»
کروندګر بیا شکایت کوي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې اقتصادي وضعیت تر وروستي بریده خراب شوی، نو ځکه خو اړ دي چې د خپلو ورځنیو اړتیاوو د تامینولو لپاره د کوکنارو کرکیله او کاروبار وکړي.
دوی وايي، طالبان له یوه لوري خلکو ته د کاري فرصتونو په موندلو کې هڅې نه کوي او له بل لوري یې پر خلکو د ګڼو محدودیتونو له امله دوی له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ کړي دي.
د کونړ د شیګل ولسوالۍ یوه کروندګر چې پر خپله دوه جریبه ځمکه یې د کوکنارو کښت کړی له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «که زمونږ اقتصادي مشکلات نه وای، دا مردار او حرام بوټی مو نه کرلو، مونږ له مجبورې ورځې دا بوټی کرو، ځکه په غنمو او جوارو مو ګوزاره نه کېږي او نه هم نور کارـ روزګار لرو چې ځان پکې مصروف کړو او خپلې کورنۍ ته نفقه وګټو، مجبور یو کوکنار وکرو، خو دې ته مو هم طالبان په آرام نه پرېږدي.»
کونړ کې کروندګر دغه راز شکایت کوي، چې د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو له لوري د دوی په نوم راغلې مرستې هم حیف او میل کېږي چې له امله یې له جدي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.
دوی وايي، هغوی چې طالبانو سره ژورې اړیکې او خپلولۍ لري پرته له کروندګرۍ د کروندګرو مرستې ترلاسه کوي، خو هغوی چې له طالبانو سره اړیکې ونه لري له هر ډول کرنیزو مرستو بې برخې کېږي.
د کونړ د چپې درې ولسوالۍ د ګلسلک سیمې کروندګر طایب شاه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «له شل کلن جمهوریت څخه تر اوسه پورې مې بغیر د یوې بوجۍ غنمو نه هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې، نه مې کیمیاوي سره اخېستې، نه مې اصلاح شوي تخمونه اخېستي، نه مې نور زراعتي وسایل، طالبان هغو دهقانانو ته کومک ورکوي چې یا یې خپلوان وي او یا ورسره نږدې روابط ولري، حتی بعضې ځایونو کې د دهقانانو په نوم نغدي کومکونه راغلي، خو مونږ ته یوه روپۍ لا نه ده رسېدلې، سختو مشکلاتو سره مخ یو. که مونږ سره کومکونه کېدلی مونږ به د کوکنارو کر ته نه مجبورېدو، نه را سره کومک کوي او نه مو د کوکنارو کر ته پرېږدي.»
د کونړ اوسېدونکي او کروندګر دغه راز نیوکې لري چې د طالبانو رژیم ورسره د کوکنارو د بدیلو کښتونو د ورکړې ژمنې کړي، خو تر اوسه یې په دې برخه کې کوم ګام نه دی پورته کړی.
دوی وايي، که د کوکنارو د بدیلو کښتونو مرستې ورکړل شي د کوکنارو له کښت به لاس واخلي او پرمټ به یې د دوی اقتصادي څرخ په حرکت راشي.
د دغه ولایت غازي آباد ولسوالۍ کرونګر حبیب الرحمن له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مونږ ته باید د زعفرانو، هینجې او نورو قېمتي بوټو اصلاح شوي تخمونه راکړل شي او پر وخت راته کیمیاوي سرې، دوایانې او وسایل راکړل شي؛ نو نه به کوکنارو ته احتیاج یو، نه به مو اقتصاد خراب وي، ځکه له جوارو او غنمو هېڅ نه جوړېږي حتی خپل مصارف نه شي پوره کولی، نو زمونږ د کور لګښتونه به څنګه پوره کړي، مونږ ته باید اوسنی حکومت [طالبان] د کوکنارو بدیل کښتونه برابر او حاصل ته د رسېدو پر مهال یې باید په کور دننه او بهر مارکېټ هم برابر کړي.»
ورته مهال نورستان کې هم یو شمېر کروندګر شکایت کوي، چې په دې ولایت کې طالب چارواکي له کروندګرو سره دوه ګونی چلند کوي چې دې چارې له جدي ننګونو سره مخ کړي.
دوی وايي، د ناسم اقتصادي وضعیت او وزګارتیا له امله اړ دي چې پر خپلو ځمکو کوکنار وکري، خو طالبان یې نه د کوکنارو کر ته پرېږدي او نه یې د اقتصادي ستونزو د حل په موخه ګامونه پورته کوي.
د نورستان وانټ ولسوالۍ کروندګر جمعه الدین له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مونږ ډېر غریب یو، د نورستان زیاتره خلک په غربت کې ژوند کوي، د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لپاره مو کوکنار کرل، ځکه بل کار نشته دلته. خو حکومت [طالبان] د هغه چا کوکنار نه اړوي چې دوی ته نږدې وي، څوک چې طالبانو ته سره ژورې اړیکې ونه لري که د غره اخري سر کې یې هم د کوکنارو پټی وي طالبان پسې ځي او اړوي یې، سخت حالت دی له یو طرف کار نشته له بل طرف د غنمو او جوارو په فصل څه نه کېږي.»
نورستان مېشتي کروندګر د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې له دوی سره دې د کوکنارو بدیل کښتونه او بېلابېلې کرنیزې مرستې وکړي.
دوی وايي، که د کرنې په برخه کې ورسره دوامدارې مرستې وشي چمتو دي چې د تل لپاره د نشهیي توکو له کښت او کاروبار لاس واخلي او پر خپلو کروندو حلال کښتونه وکري.
د نورستان د برګمټال ولسوالۍ کروندګر صباح الدین له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «مونږ سره دې د شنو خونو، سړو خونو، اصلاح شویو تخمونو، بدیل تخمونو، زراعتي وسایلو، سرې او نورې مرستې وشي، ځکه مونږ د دغو شیانو د اخېستو وس نه لرو، باید حکومت [طالبان] او موسېسات مونږ سره د دهقانۍ په برخه کې مرستې وکړي او مونږ له دې لارې د خپلو کورنیو ورځنیو اړتیاوو ته رسیدهګي وکړو.»
موږ هڅه وکړه چې کونړ او نورستان کې د طالبانو له لوري د کوکنارو د اړولو کمپاین او د کروندګرو د شکایتونو، ستونزو او غوښتنو په تړاو په دغو ولایتونو کې د مسوولو طالب چارواکو نظر هم ولرو؛ خو له پرله پسې هڅو سره ـ سره بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.
کونړ او نورستان د هېواد په کچه یو له غرییزو ولایتونو دي چې ډېر شمېر وګړي یې پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي.
د دغو ولایتونو په ګڼ شمېر سیمو کې جوار، غنم، لوبیا، هندواڼې، سبزیجات د نارنجو، لیمو، سرو املوکو، شفتالانو، غُزانو او نورو مېوو بڼونه جوړ شوي او کروندګر یې له دې لارې د خپلو کورنیو ساتنه کوي.