بشر حقونه

جګړه په افغانستان کې د ۴۱ سلنه معلولینو لامل دی

د بشر حقونو کمیسیون: معلولین باید د سولې په پروسه کې برخمن شي

خبریال: لياقت لايق

ژباړه: حبیب الله سراب

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د کلنیو موندنو راپور څرګندوي، چې په وروستیو ۱۴ کلونو کې په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو شمېر  له ۱۱ سلنې لوړه ښودل شوې دی. اوس مهال په افغانستان کې له څلور میلیونه،۴۷۵ زره او ۸۰۰  زره ډیر کسان معلولین شتون لري. دغه شمېر د وګړو نږدې ۱۴ سلنه تشکیلوي. په داسې حال کې چې په ۱۳۸۴ ه. ش کال کې د معلولیت لرونکو کسانو شمېر د سلنې له مخې د هیواد په کچه ۲.۷ سلنه و.

لاملونه

د  جسمي معلولیت لرونکو کسانو  له ډلې د بشر حقونو خپلواک کمیسیون له ۱۵۰۰ ډیرو کسانو سره په ۲۲ ولایتونو کې مرکې کړې دي. له دوی څخه ۴۱.۷ سلنه معلولین په دې نظر دي، چې دوی د جګړو، چاودنو او د سړک غاړې د ماین په چاودنو کې معلول شوي دي. ۴.۸ سلنه یې د ژوند کولو په ځای کې د خوندیتوب نه مراعت کولو، څلور سلنه د واکسین نه تطبیق، ۲.۱ د امېدوارو مېرمنو د غفلت له وجې، ۱.۹ د ترافیکي ټکرونو له امله، ۱.۵ بیا د کار په ځای کې د کاري خوندیتوب نه مراعت کولو او ۱.۲ بیا د خپلسرو درملو د کارونې له امله معلول شوي دي او د ۴۲.۸ سلنې د معلول کېدو دلایل تر اوسه ندي معلوم شوي.

د معلولیت ډولونه

د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون د راپور پر اساس، ۶۹.۳ سلنه معلول وګړي له فزیکي پلوه معلول شوي دي. ۱۹.۵ سلنه معلولین د فزیکي حسي ( لیدل، اورېدل او خبرې کول) له اړخه او ۴.۵ یې ذهني او رواني معلول دي، ۳.۹ فیصده یې بیا دوه ځله معلولیت درلود، یعنې یو شخص دوه ځایه یا له دې هم زیات معلول دی.

۲.۸ بیا هغه معلول وکړي دي، چې بیولوژیکي او میتابولیزمی معلولیت لري، لکه د شکرې ناروغي، د وینې فشار، مرغۍ، میرګیان او اوتیسم شوي دي.

تاوتریخوالی

کله چې خلک معلول شي، دوی بیا د کورنۍ، ټولنې او د دولتي ادارو همکاري او مرستې ته اړتیا لري. په داسې حال کې چې د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د راپور پر اساس ۳۸.۱ سلنه خلک معلول دي او ۵۷۳ کسانو په څېړنو کې موندل شوې، چې په  کور او ټولنه کې له تاوتخریخوالي سره مخامخ شوي او ورته توهین، سپکاوی او ځورول شوي دي. له دې ډلې ۳۹۱ کسان یا ۶۸.۲ سلنه معلولین له تاوتریخوالي، ځورونې او سپکاوي سره مخ شوي، د کورنۍ د غړو، خلکو او دولت له همکاري بې برخې شوي دي.

همدارنګه ۱۸ کسانو یا ۳.۱ سلنه معلولیت لرونکو  وګړو ویلي، چې د عمومي ناستو او مجلسونو څخه او څلور سلنه یې بیا دوستانو او نږدې خپلوانو کورونو ته له تګ راتګ څخه منع شوي دي. 

په ټاکنو کې ګډون

له دې ډلې ۱۳۲۸ معلول کسان چې په ټاکنو کې د رایې ورکولو په شرایطو برابر و، ۲۴۰ کسان چې ۱۸.۱ سلنه جوړي هغوی ویلي، چې د خنډونو او نه ملاتړ له وجې د خپل حق تر لاسه کولو لپاره ونه توانېدل چې په ټاکنو کې ګډون وکړي. له دې ډلې ۵۵ سلنه یې ویلي، چې دوی د پېژندپاڼې د نه لرلو له امله ونه توانېدل، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي. په ټوله کې ۶۶ کسانو ویلي، چې د کورني د نه توجه او غفلت له وجې یې پېژندپاڼې نه لرلې. د معلولینو له ډلې ۷۳ کسان، چې ۵،۵ سلنه تشکیلوي، د رایې ورکولو لپآره په شرایطو برابر و او  د ولسي جرګې او ولایتي شورا په وروستیو ټاکنو کې نوماند شوي هم و.

زده کړې

له دې ډلې ۱۵۰۰ معلولین او ۱۰۷۹ کسان دا مني، چې زده کړو ته لاسرسی نلري، د بشر حقونو د راپور پر اساس چې زده کړو ته د معلولینو د نه لاسرسي لاملونه د کورنۍ او ښوونځیو د مسوولینو له لوري مخنیوی، اقتصادي ستونزې، د اسانتیاوو نشتون، د ښوونیزو مرکزونو لرې والی او د زیات عمر له امله له زده کړو سره علاقه نه درلودل یاد شوي دي. په ټولو ۴۲۵ کسانو کې یا ۲۸ سلنه معلولینو ویلي، چې زده کړو ته لاسرسی نلري. د بشر حقونو خپلواک کمیسیون په خپل راپور کې ویلي، چې د تېر کال په پرتله په ۱۳۹۹ کال کې زده کړو ته د معلولو کسانو لاسرسی ۱۵.۵ سلنه ډیروالی ښيي.

روغتیايي خدمتونه

د زده کړو په څنګ کې، د بشر حقونو مومندنې څرګندوي، چې ۲۷۲ معلولین چې ۱۸.۱ سلنه جوړوي، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نلري. د دې سلنې معلولینو چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نلري، د روغتیاپالانو له دوه ګوني چلند، لرې والی، د روغتیايي وسایلو نشتون، د کمو امکاناتو او اسانتیاوو تر څنګ د لوړو بیو له درملنې څخه هم شکایت لري او له روغتیايي خدمتونو په ټوله مانا ندي خوښ.

د کار حق او مالي امتیازات

هغه معلولین چې په بازار کې ورته د کار کولو حق ندی ورکړل شوی، له ۹۰۰ زیات کسان دی، چې ۶۸ سلنه جوړوي، دوی ټول د کار کولو څخه محروم دي. د بشر حقونو د راپور موندنې دا په ډاګه کوي، چې دغه کسان په ادارو کې له دوه ګوني چلند، د کورنۍ له خوا مخنیوی، په سمه توګه قانون نه پلې کېدل، جسمي کمزوري او د کافي تعلیم نه درلودل هغه خنډونه دي، چې نشي کولی، تر څو په بازار کې د کار کولو جوګه شي. همدارنګه ۳۷ سلنه معلولینو ته د پور نه ورکړې او ۱۹ سلنه یې بیا په سیمه کې د پور ورکړې د بنسټونو  نشتون له وجې نشي کولی، چې واړه قرضونه تر لاسه او ورباندې په ژوند کې د شته ستونزو هواري لپاره استفاده وکړي.

۶۷۷ معلولین چې ۴۵ سلنه جوړوي، د بشر حقونو د څېړنو له مخې چې له قانوني امتیازاتو بې برخې دي، کوم معاش او امتیاز چې د اساسي قانون په اتمه ماده کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره وړاندوینه شوې ده. د بشر حقونو په راپور کې د دې امتیازاتو د نه ورکړې لاملونه معمولا ددې کسانو د ثبت کولو په پروسه کې بروکراسي، دوه ګونی چلند، فساد او له خپلو حقونو ناخبري ویل شوې ده. له دغو حقونو څخه د پاتې کېدو یو بل دلیل دا دی، چې د ځینو یې د معلولیت لامل له جګړې څخه نه و.

د دوی له منځ څخه د بشري حقونو ۱۵۶ قضیې چې په ۱۳۹۹ کال کې له بشر حقونو کمیسیون سره ثبت شوې دي، ۲۴ قضیې یې هغه دي، چې د معلولینو حقونه پکې تر پښو لاندې شوي دي، په ۲۴ قضیو کې ۱۸ یې د معاش حق، پنځه د کار او پاتې یوه یې بیا د زده کړو برخه کې تر پښو لاندې شوې ده. د بشر حقونو په راپور کې ویل شوي، چې یادې قضیې یې څېړلې او د تعقیب په موخه یې عدلې او قضایه ارګانونو ته استولې دي او په وینا یې چې د دې لپاره یې د عامه پوهاوي، حق غوښتنې او مرستو پروګرامونه هم جوړ کړي دي.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۹ کال په نشر شوي راپور کې د معلولینو اشخاصو  په اړه د جګړې له ښکېلو خواو غوښتنه کړې، چې جګړه بنده او اوربند وکړي، تر څو د نورو معلول کېدو مخنیوی شوی وي، دوی همدارنګه وړاندیز کړی دی، چې د روانې جګړې له امله باید د دغو معلولیت لرونکو وګړو قرباني د سولې په پروسه کې  معلومه شي. حکومت، کورنۍ او ښاریان باید له کوم دوه ګوني چلند پرته، د انساني همدردۍ، قانون مطابق او د داخلي او نړیوالو اصلولو سره سم معلولینو ته په بازار کې د کار کولو او زده کړو حق ورکړل شي او د هغوی ملاتړ وکړي.