پکتیا

پکتیا کې هدفي وژنې؛ یوازې تېرو دریو اونیو کې ۱۳ تنه وژل شوي

خبریال: حبیب الله سراب

د ناامنیو پر دوام ګردېز ښار کې هدفي بریدونه ډیر شوي، چې له امله یې له تېرو دریو اونیو راهیسې د ښار اړوند په بېلابېلو سیمو کې ۱۳ نظامي او غیر نظامي کسان په نښه شوي او بريدګر په تېښه بریالي شوي دي. 

د همدې بریدونو د زیاتېدو له امله خلک اندېښمن دي، چې له امله يې په ورځني کاروبار هم منفي اغېز کړی ده.

د مرکز ګردیز اوسیدونکي وايي، له تېرو دریو اونیو راهسې په ګردیز ښار کې هره ورځ د هدفي بریدونو شاهدان دي، چې له امله یې د پکتیا نظامي او مخور کسان پکې په نښه کیږي. 

دوی وايي، نامالوم وسله وال کسان د ښار په نږدې ساحو کې  تر برید او هدف ته له رسېدو وروسته په تېښته هم بریالي کیږي. 

د ګردېز ښار اوسېدونکی وحیدالله بریال په دې اړه اطلاعات روز ته وویل، چې د امنیتي مسوولینو د ناغېړۍ له امله دوی هره ورځ د پکتیا فعاله کادرونه له لاسه ورکوي. 

بریال وايي: «د ګردېز ښار امنیتي وضعیت په دې وروستیو کې د اندېښنې وړ دی، مونږ چې هر سهار راپاڅېږو، نو یو یا دوه ځوانان ترور شوي وي، دا ګردېز خو دومره لوی ښار هم نه دی، چې قاتل دې په کې دومره ژر وتښتي.»

د پکتیا اوسېدونکي وايي، د دغو بریدونو له امله ګڼو کسانو ته مرګ، ژوبله اوښتې، خو تر اوسه یې امنیتي ادارې د عاملینو په نیولو نه دي بریالي شوي. 

مدني فعال اکرام الله وصال وايي، د ترور پېښو له زیاتېدو سره هم مهال ګردېز ښاریان پر امنیتي ادارو هم بې باوره شوي دي. 

د دوی په وینا چې فعاله ځوانانو ته ګردېز په یو نا امنه ښار بدل شوی، چې هر ساعت په کې د خپل سر خیر غواړي. 

هغه وویل: «مونږ دې پولیسو او نورو کشفي ادارو ته حیران یو، چې څنګ یو بریدګر راځي، په رڼا ورځ برید ترسره کوي او د ښار له منځه په تېښته هم بریالی کیږي، دا د دې ثبوت وړاندې کوي، چې دلته د امنیتي ادارو ترمنځ همغږي وجود نه لري، که همغږي وای او امنیتي کسان خپلو دندو ته ژمن وای، بیا دا ستونزې نه رامنځته کېدې.»

د پکتیا اوسېدونکي وايي، د دغو بریدونو له امله ګڼو کسانو ته مرګ، ژوبله اوښتې، خو تر اوسه یې امنیتي ادارې د عاملینو په نیولو نه دي بریالي شوي. 

ګردېز ښاریان بیا په مرکز ګردېز کې د هدفي بریدونو او چاودنو د ډیریدو لامل د امنیتي ادارو ترمنځ نه همغږي بولي او وايي، که حالت همداسې دوام ولري، خلک به د امنیتي مسوولینو پر وړاندې غږ پورته کړي. 

یو بل مدني فعال اسدالله ارسلان وايي، که ځوانان د شته ناخوالو په اړه غږ پورته نه کړي، هره ورځ به همداسې وژل کیږي او قاتلین به سرې سترګې ګرځي. 

نوموړي وویل: «مونږ ځوانان که همداسې چپ پاتې شو، یواځې به د فعاله ځوانانو جنازې کوو او وژل کېږو به، نو زه په قومي مشرانو، د ولایتي شورا په غړو او مدني فعالانو دا غږ کوم، چې د روانو ناخوالو او د امنیتي مسوولینو د ناغېړو په اړه باید غږ اوچت شي.»

د ګردېز ښار یوه بله اوسېدونکې مرسل ښکلا بیا وايي، چې روانو نا امنیو د ښځو پر ژوند هم منفي اغېز کړی، دا زیاتوي، چې د وېرې له وجې په ډاډه زړه له کوره د باندې نه شي راوتلی. ښکلا له امنیتي ارګانونو غوښتنه کوي، چې د پکتیا د امنیت ټینګښت لپاره باید کوټلي ګامونه واخیستل شي. 

ښکلا وویل: «د جنګ او روانو بدبختیو له امله نه یواځې نارینه په وېره کې دي، بلکې کومې هدفي پېښې چې رامنځته شوې، د دې له امله مونږ ښځې هم اوس دندو ته په ډاډه زړه نه شو تللی او نه هم اوس د کورنۍ غړي راته اجازه راکوي.»

ګردېز ښاریان په مرکز ګردېز کې د هدفي بریدونو او چاودنو د ډیریدو لامل د امنیتي ادارو ترمنځ نه همغږي بولي.

د پکتیا ولایتي شورا په هدفي بریدونو کې د ملکي وګړو په وژل کېدو اندیښمن دي او وايي، د دولت مخالفې وسله والې ډلې غواړي، چې په دا ډول بریدونو سره د سولې روانې هڅې له ستونزو سره مخ کړي. 

د ولایتي شورا ریس عبدالمالک ځاځي اطلاعات روز ته وویل، چې طالبانو د جګړې پلان بدل کړی او اوس د هدفي او چریکي بریدونو له لارې امنیتي کسان په نښه کوي. 

نوموړی له امنیتي چارواکو غوښتنه کوي، چې د خلکو امنیت وساتي او په ګردېز کې دې د دا ډول بریدګرو د فعالیت مخه ډپ کړي. 

عبدالمالک وویل: «په دې وروستیو کې مونږ د پکتیا مهم شخصیتونه له لاسه ورکړل، زمونږ دروند مشر او د ولایتي شورا غړی سردار خان ملنګ زوی مو لاسه ورکړ، زه په دې باوري یم، چې طالبانو د جګړې تاکتیک بدل کړی او اوس د هدفي بریدونو له لارې خپل زور ښايي.»

د پکتیا امنیتي چارواکي په ګردیز ښار کې د وسله والو طالبانو له لوري د ځینو بریدونو پخلی کوي، خو وايي، ډیری داسې هدفي وژنې د شخصي ستونزو له امله رامنځته شوې دي. 

امنیه قومندان مل پاسوال نجیب الله سرتېر د دا ډول هدفي بریدونو په مخنیوي له پولیسو سره د خلکو همکاري اړینه بولي او وايي، که خلک همکاري و نه کړي، پولیس نه شي کولی، چې په ټولو سیمو کې د دا ډول هدفي پېښو مخ ونیسي.

د پکتیا امنیه قومندان نجیب الله سرتېر وویل: «زه دا منم، چې دلته له نږدې مودې راهیسې هدفي پېښې شوی، خو په دې کې یې ډیری د شخصي ستونزو له امله وې، بله دا چې مونږ سره باید ولسي خلک همکاري وکړي، که د ولس همکاري ونه اوسې دا پولیسو ته هم ستونزمنه ده، چې په ټوله مانا دې د هدفي بریدونو او ماینونو مخه ونیسي.»

سرتېر زیاتوي، که هدفي بریدونه شوي، خو بل لورته یې په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو د لویو بریدونو مخه هم نیولې ده. 

ښاغلي سرتېر اطلاعات روز ته وویل: «که مخالفینو ځینې هدفي بریدونه کړي، خو مونږ د دوی هغه شوم اهداف چې غوښتل یې ولسوالیو ته سقوط ورکړي یا زمونږ د امنیتي ځواکونو پوستې سقوط او یا هم په ښار کې لوی بریدونه ترسره کړي، د دې مو مخه نیولې دوی ته مو غاښ ماتوونکی ګزار ورکړی دی.»

د پکتیا والي حلیم فدايي بیا وايي، چې د ښار امنیت د تامین لپاره یې د امنیتي ځواګونو ګارنیزیون څلور ویشت ساعتونو ته غځولی او ښار ته به په غځېدلو لویو لارو کې پلټنه کوي. 

فدايي وايي: «مونږ بېګاه شپه په دې اړه له ټولو امنیتي ارګانونو سره جلسه درلوده، پریکړه دا وشوه، چې په ښار کې به ګارنیزیون څلور ویشت ساعته وي، خلک او موټرې به تلاشي کوي، تر څو د تروریستي پېښو مخه ونیول شي.»

د پکتیا اوسېدونکي په داسې حال کې د نا امنیو په ډېرېدو اندېښمن دي، چې د هوا له ګرمېدو سره به روان ناسم وضعیت نور هم خراب شي، دوی پر امنیتي ادارو د دې وصعیت د سمون غوښتنه کوي.