لاوروف: د شانګهای غړي هیوادونه له طالبانو سره د اړیکو ژورولو په حال کې دي

اطلاعات روز: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، چې تازه یې طالبان په رسمیت پیژندلي، ویلي چې د شانګهای همکارۍ سازمان نږدې ټول غړي هیوادونه په فعال ډول له کابل سره د خپلو دوه اړخیزو اړیکو د لا ټینګولو په حال کې دي.

هغه دا څرګندونې پرون سې شنبه د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا له غونډې وروسته کړې دي.

د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۵مه ناسته پرون (سې شنبه، ۲۴ د چنګاښ) په تیانجین ښار کې پیل شوه. د افغانستان په اړه بحث د دې ناستې له مهمو موضوعاتو څخه و.‏

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، چې د سیمه ییز امنیت د پیاوړتیا لارې چارې، په ځانګړي ډول په افغانستان تمرکز، د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د بحث موضوعات وو.

هغه ویلي: «د شانګهای همکارۍ سازمان نږدې ټول غړي هیوادونه په فعاله توګه له کابل سره د خپلو دوه اړخیزو اړیکو د ژوروالي په حال کې دي. موږ د افغانستان د بیارغونې د ملاتړ، او د یوه خپلواک، بې‌طرفه، سوله‌ ییز، له تروریزم او مخدره موادو پاک هېواد په توګه د پایدار پرمختګ د تضمین په اهمیت ګډ درک لرو.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د شانګهای د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ټینګار وشو چې د ملي اجماع د پروسې پیاوړتیا او په حکومتي جوړښتونو کې قومي او سیاسي ګډون ډاډمن کول مهم لومړیتوبونه دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جیشانکر ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د شانګهای د همکارۍ سازمان په اجنډا کې دی.

هغه ویلي: «د افغانانو د هوساینې لپاره زموږ اوږدمهاله اندیښنه د سیمه ییز ثبات پیاوړتیا ده. له همدې امله نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي باید خپلې پراختیایي مرستې زیاتې کړي. هند به په خپل نوبت سره خامخا دا کار وکړي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې بیا ویلي، چې په افغانستان کې دوامداره سوله او ثبات د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو د ګډې هیلې بنسټ دی.

هغه یادونه کړې چې د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان ترمنځ د اړیکو ډلې بیا رغونه کولی شي د عملي او پایله لرونکې همکارۍ لپاره د ارزښتناکه بستر په توګه کار وکړي.

افغانستان پخوا د شانګهای د همکارۍ سازمان څارونکی غړی و، خو ظاهرا د طالبانو د واک ته رسیدو راهیسې له پامه غورځول شوی دی. اوس د چین او روسیې په ګډون لس هیوادونه د شانګهای غړي دي.

پر افغانستان باندې د حاکم طالبانو څلور کلن حکومت تر دې دمه یوازې روسیې په رسمیت پیژندلی دی.

د چین په ګډون ځینو نورو هیوادونو هم له طالبانو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي او د دې ډلې سفیران یې منلي دي، خو په رسمي ډول یې د طالبانو د رسمیت پیژندلو په اړه څه نه دي ویلي. ورته مهال ځینو نورو هیوادونو هم د طالبانو سفیران منلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته