پخلاینې شورا

د ترکیې سولې ناسته؛ ملي پخلاینې شورا ورته د واحدې طرحې پر جوړولو لګیا دي

اطلاعات روز: د افغانستان ملي پخلاینې عالي شورا دفتر وایي، د افغان سولې په اړه د ترکیې جوړېدونکې ناستې ته د واحدې طرحې پر جوړولو بوخت دي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا پر خپل فیسبوکپاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن (یکشنبه، ۱۵ د وري) په سپیدار ماڼۍ کې د دې شورا د رهبرۍ کمېټې غړي یونس قانوني په مشرۍ د سیاسي ګوندونو، د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې د غړو، د مدني ټولنو غړو او هېوادوالو وړاندې شوې طرحه وارزوله.

خبرپاڼه وایي، تراوسه ۲۵ سیاسي ګوندونو او د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ غړو خپل نظرونه او طرحې دې کمېټې ته سپارلي، چې په کې ۳۰ طرحې شاملې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د ملي پخلاینې عالي شورا د سولې طرحې د مسودې د توحید او جوړولو کمېټې د سیاسي ګوندونو، د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ غړو او د افغانانو په نظرونه او لید لورو کار کړی.

د ملي مصالحې شورا دغه خبرپاڼه وایي: «په نن ناسته کې د دې مسودې په تړاو نظرونه واورېدل شول او د دې مسودې په تړاو د نظرونو او لیدلورو د وړاندې کولو او توحید په تړاو به د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې غړو ناستې ادامه ولري.»

د یادې شورا خبرپاڼه دغه راز وایي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به په یوې واحدې طرحې سره د ترکیې د سولې په راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي. د دوی په وینا په دې طرحه کې اوربند، د جنګ دایمي ختمېدل، د بشر حقونه، د خلکو اساسي حقونه، په واک او سیاسي جوړښت کې عادلانه ګډون شامل دي.