ملګري ملتونه

افغانستان کې د بې وزلۍ زیاتېدل؛ د کال تر پایه به ۱۸ میلیونه تنه بشرپاله مرستو ته اړ وي

خبریال: لیاقت لایق

ژباړن: بهادرخان رحماني

د افغانستان پر اقتصادي او مالي حالت د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامې (UNDP) تازه راپور ښیي چې له تېرې یوې لسیزې را په دېخوا هېواد کې د بې وزلۍ کچه مخ پر ډېرېدو ده. د همدې حالت په دوام اټکل شوی، چې ښایي د ۲۰۲۱ز کال تر پایه، بشرپاله مرستو ته د اړمنو کسانو کچه ۱۸ میلیونه تنو ته ورسیږي. دغه راز ښایي د بې وزلۍ کچه هم تر ۷۰ سلنې زیاته شي. د سولې لړۍ، حکومتولي او فساد سره مبارزه د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامه کې په افغانستان کې د تلپاتې پراختیایي لارې له اصلي محورونو دی. راپور کې راغلي، که له فساد سره نېغ په نېغه مبارزه و نه شي او حکومتولي ښه نه شي، اقتصادي حالت به ښه نه شي. افغانستان به دې حالت په ساتلو سره سخته لار مخکې ولري. ځکه چې د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامې راپور موندنو پر بنسټ، د افغانستان نفوس له تېرو لسو کلونو، کلونو رهیسې په چټکۍ سره زیاتیږي، خو اقتصادي پراختیا کمزورې لرلې ده. دا موضوع د جنګ روانېدو او د فساد شتون سره، د سړي سر عاید او بې وزلۍ زیاتېدو لامل شوې ده.

افغانسان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامې مسوولینو د پرون ورځې (سه شنبه، ۱۷ د وري) موندنو راپور خپرولو سره ټینګار کړی، چې د افغانستان دولت سخت کار ته اړتیا لري، څو د تلپاتې پراختیا نسي موخو ته ورسیږي.د جګړې دوام، فساد او تېر یو کال کې د کرونا ویروس خپرېدو د دې هېواد اقتصاد سخت زیانمن کړی او د سړي سر عاید او دنني ناخالصه تولیداتو کچه یې راټیټه کړې ده. که څه هم شونې ده چې راتلونکوو دوو کلونو کې اقتصادي حالت له کرونا وړاندې حال پرتله ښه شي، خو اټکل شوی چې بیا به هم په ۲۰۲۴ کال کې د ۲۰۱۹ کال پرتله د سړي سر عاید، لس سلنه کم وي. د منځمهال سړي سر عایدو ته رسېدو لپاره کلونه وخت ته اړتیا ده. راتلونکو لسو کلونو کې افغانستان هر کال کې باید په ثابته بڼه ۸ سلنه اقتصادي پرمختیا ولري، څو منځمهاله سړي سر عایدو کچې ته ورسیږي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامې، د افغانستان اقتصادي پرمختیا او پراختیا لاره یو سخته او پېچومې تعریف کړې ده. د دې بنسټ مسوولین وایي، چې افغانستان د سړي سر کم عاید لرونکی او په جنګ کې ښکېل هېواد دی. که د سولې لړۍ هم پایلې ته ورسیږي، له هغې وراخوا راتلونکو پنځو تر لسو کلونو جنګ ته د ورګرځېدو شونتیا یې شته، چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي راتلونکې ګواښي.

ټاکل شوې چې د افغانستان دولت هغو ژمنو ته چې نړیوالې ټولنې سره یې کړې دي، تر ۲۰۲۴ کاله ځان بسیاینې ته ورسیږي. د نړیوالې ټولنې مرستې د ژمنو پوره کولو په شرط شوې دي. د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامې مسوولین وایي، چې هېوادونه په دې دوره کې د کرونا اغېز سربېره هم افغانستان سره خپلې مرستې نه دي سپمولي او د تېر په څېر یې مالي مرستې کړې دي. د افغانستان دولت په دې وخت کې باید په رښتینې ، نېغ په نېغه او حس شوې لاره له فساد سره مبارزه وکړي او نړیوالو مرستندویه هېوادونو سره خپلې شوې ژمنې پوره کړي، څو د ځان بسیاینې او تلپاتې پرختیا موخو ته ورسیږي؛ هغه ژمنې او پراختیایي موخې چې د دې هېواد سولې او پراختیا دویم چوکاټ کې منعکس شوي او د بدلون لسیزې وروستۍ ناستې چې د ۲۰۲۰ کال نوومبر میاشت کې وه، په لاندې برخه کې یې لاسلیک شوی دی.

د ننګونو او سختیو سره، سره د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامې راپور کې خوشبینیانې هم شته ده چې هغې ته رسېدل د سولې لړۍ پرمختګ، فساد سره مبارزې او ښې حکومتولۍ پورې تړلې دي. په راپور کې اټکل شوې چې که سوله ټینګه شي او راتلونکو څلورو کلونو کې تلپاتې شي، ناخالصه داخلي تولیدات به اووه سلنه زیات شي. دا د دې لامل کیږي چې د پراختیایي او ټولنیزو برنامو لپاره د بودجې ټینګښت کې د دولت عاید او وړتیا هم زیاتیږي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامې ارزونې ښيي، چې که خلکو په ځانګړي ډول مېرمنو او کم عاید لرونکو پرګنو ته د سوداګرۍ او پانګونې زمینه د زراعت او صنعت برخو کې د لګښت په کموالي، د سهولتونو په رامنځته کېدو او د ښې حکومتولۍ په پیاوړتیا سره برابره شي، هره برخه کولی شي چې ۱.۵ تر ۲.۵ سلنو اقتصادي پرمختیا ته چټکټیا ورکړي. په دې سره د افغانستان ناخالصه داخلي تولیدات هم شونې ده چې تر ۲۰۳۰ کاله، عالي حالت پرتله ۴۰ سلنه زیات شي.