اطلاعات روز: افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته په راتګ سره له ولسمشر محمداشرف غني او د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.
ارګ پر ټوېټر یوې خبرپاڼې خپرولو سره ویلي، چې دغه لیدنه نن (شنبه، ۲۱ د وري) له غرمې وړاندې شوې او په کې دواړه لوریو د سولې بهیر د پرمختګ او په ترکیه کې د جوړېدونکې ناستې لپاره د تیاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
اخوا بیا د ملي روغې جوړې عالي شورا هم ویلي، چې ښاغلي خلیلزاد نن له غرمې وړاندې له ښاغلي عبدالله سره چې د ده مرستیالان، د شورا مشرتابه غړي او د هېواد ځینې سیاسي شخصتیونه ول، په سپیدار ماڼۍ کې لیدلي دي.
دې شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې هڅو په هر اړخیز ملاتړ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې امریکا د سولې هڅو او له هغې وروسته وخت کې به له افغانانو سره وي. خلیلزاد دغه راز ویلي نړۍ تمه لري چې د افغانستان حکومت د استانبول ناستې ته په واحدې طرحې سره لاړ شي.
د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي خلیلزاد د ملي پخلاینې عالي شورا تر چتر لاندې د داخلي اجماع رامنځته کولو برخه کې د پرمختګونو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده: «د امریکا متحده ایالات او نړۍ د سولې لړۍ چټکولو او افغانستان کې د جنګ پای او تلپاتې سولې ټینګښت لپاره له شته فرصته ګټنې غوښتنه کوي.»
خبرپاڼه وایي، خلیلزاد دغه راز له ټولو خواوو غوښتي چې د جنګ پای او تلپاتې سولې ته رسېدو لپاره همکاري وکړي.
خبرپاڼه دغه راز وایي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي عبدالله سولې ته د افغانستان رسېدو لپاره د امریکا د هڅو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان حکومت یوې عادلانه او تلپاتې سولې رسېدو ته ژمن دی.
عبدالله زیاته کړې چې شورا د جمهوریت لیدلورو یو کولو لپاره مهم ګامونه اخیستي او اسلامي جمهوریت به په واحدې او ګډې طرحې د استانبول ناستې ته ورځي.
خبرپاڼه وایي: «د ملي پخلاینې عالي شورا د سولې لړۍ له چټکتیا هرکلی کړی او د استانبول سولې ناسته کې د حکومت ګډون او د دې ناستې بریا لپاره ډاډ ورکړی دی.»
د ترکیې ناستې ترسره کېدو نېټه لا هم مالومه نه ده، خو ویل شوي چې د همدې روانې اپرېل میاشت کې به کیږي.