خبریال: جان اغا صالح
د لغمان اوسېدونکي په دغه ولایت کې وروستیو ناامنیو اندېښمن کړي او له افغان حکومته یې پروړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
د لغمان اوسېدونکي عبدالولي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په لغمان کې تر څه مودې نسبي امن او کرارۍ وروسته یو ځل بیا ناامنۍ زیاتې شوي او کله ناکله خو وسله وال طالبان د مرکز مهترلام په څو کیلو مترۍ کې چېک پاینټونه اچوي.
عبدالولي زیاته کړه. «د لغمان امنیت ترپخوا ډېر خراب شوی، یو څه وخت امنیت ښه و، خو اوس بیا حالات خراب شوي وخت ناوخته وسله وال طالبان د مهترلام ته نیږدې تالاشي کوي خو څوک یې مخ نه نیسي.»
د لغمان یو بل اوسیدړنکی شیرزمان بیا اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د دې ولایت په یو شمېر سیمو کې د افغان دولت د وسله والو مخالفانو په لیکو کې د بهرنیو اتباعو د شتون خبره کوي او زیاتوي، د لغمان په دولت شاه، الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې سلګونه بهرني اتباع له خپلو کورنیو سره اوسیږي او دولت ضد فعالیتونه کوي.
شیرزمان زیاته کړه: «د لغمان الیشنګ، دولت شاه حتی پراشغان سیمې او الینګار ولسوالۍ پورې، دلته بهرني جنګیالي راغلي، دغه وطن یې ډېر ناامنه کړی دی، دوی تقریبا اووه نیم سوه کورنۍ لري، ښځې یې هم د جنګ میدان ته ځي او نارینه یې هم، پیسې یې هم ډالرې دي، زمونږه د لغمان چې کوم چارواکي دي، له دوی غواړو چې له مرکز سره دغه خبره شریکه کړي، د لغمان وضعیت یې ډېر خراب کړی دی، حتی د لغمان په علي خېلو خوړ کې هم طالبان چېک پاینټ اچوي، د لغمان امنیتي وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی، ملت هم ډېر خپه دی، نه څوک ارام ګرځېدی شي او نه څوک دهقاني کولی شي.»

هغه وایي، که د لغمان امنیت ته پاملرنه ونه شي او د حکومت له خوا جدي اقدامات ترسره نه شي، ننګونې به زیاتې او خلک به پر کډوالۍ سربېره، له ګڼو نور ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.
د لغمان اوسېدونکي او قومي مخور په دې باور دي چې په ځلونو ځلونو د دا ډول اندېښنو په شریک کولو سره بیا هم ځایي چارواکي جدي نه دي او په لوی لاس لغمان د ناامنۍ په اور کې سوځوي.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ یو قومي مشر ملک صدیق حقاني اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ناامنیو له امله د دغې ولسوالۍ ګڼې کورنۍ له خپلو مېنو وتلي او نورو سیمو ته کډه شوي دي.
هغه وایي، ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه باید په ګډه د الینګار او د لغمان په نورو ولسوالیو کې نظامي عملیات وکړي او لغمان او د دغه ولایت اوسېدونکي له ناامنیو وژغوري.
هغه زیاتوي. «دغو لرې ساحو او ولسوالیو کې ډېر بد حال دی، خلک کډوال کېږي، مخالفین راځي او د خلکو په کورونو کې ځای پرځای کېږي، خلک له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي، ډزې کوي، کورنۍ بېچاره څه کډه شوي او څه مجبور دي چې کډه بار کړي، د جنګ ساحه کې بیخي ژوند نه شي کېدی.»
د لغمان د ناامنیو د زیاتوالي له امله د خلکو اندېښنې په داسې حال کې دي چې په دې تېرو شااوخوا ۷ میاشتو کې د دغه ولایت له والي نیولې تر د ځایي ولایتي شورا پر مشر او د افغان ځواکونو پر پوستو چاودنې او وسله وال بریدونه شوي چې په کې ګڼ شمېر دولتي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان په یو شمېر ولسوالیو په ځانګړي ډول دولت شاه، الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې افغان ځواکونه او وسله وال طالبان وخت ناوخت د بریدونو او یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو خبرونه ورکوي.
د لغمان د یادو ولسوالیو اوسېدونکي وایي، د جګړو له کبله یې ژوند تریخ شوی او له حکومته غواړي چې د دوی د سر او مال د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.
په همدې حال کې د لغمان د امنیې قوماندانۍ ویاند شفیع الله افغانیار اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د دغه ولایت د ځينو ولسوالیو د یو شمېر سیمو د ناامنیو او دغلته د وسله والو طالبانو په لیکو کې د بهرنیو اتباعو د شتون خبره مني، خو د ځپلو لپاره یې د تدابیرو خبره کوي او زیاتوي د سیمو له سم تثبیت وروسته به یې په اړه تصمیم ونیول شي.

افغانیار زیاته کړه. «بلې! بهرني اتباع شته دلته په لغمان کې، حتی مخالفینو ته ټرېننګونه ورکوي، خو په ډېرو لېرو پرتو سیمو کې البته، دوی له وسله والو طالبانو سره اړیکې لري، امنیتي تدابیر مو ورته نیولي له ګډو امنیتي ځواکونو سره په ښې همغږۍ په دې کار کوو څو اصلي ځایونه یې تثبیت او په اړه یې تصمیم ونیول شي. د لغمان په ټولو سیمو کې وسله وال طالبان ځپل شوي او لا یې د ځپلو لپاره په تدابیرو بوخت یو.»
خو وسله ال طالبان بیا د دوی په لیکو کې د بهرنیو اتباعو د شتون خبره یوه ادعا ګڼي او ردوي یې. ذبیح الله مجاهد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه ډول ادعاوې د افغان حکومت منفي تبلیغات او د دوی د بدنامۍ هڅې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له شااوخوا یو کال راهیسې افغان حکومت او وسله وال طالبانو ترمنځ د روغې جوړې خبرې پیل شوي، چې ورسره په ټولو ولایتونو کې د جګړو زور اخیستی.
دغو دواړو لوریو تر اوسه د قطر په مرکز دوحه او مسکو کې مخامخ ناستې کړي چې د خلکو په باور، څرګنده پایله یې نه ده ورکړې او تمه ده چې دا ځل یوه مخامخ ناسته په ترکیه کې هم تر سره کړي، کومه چې پایلې ته یې دواړه لوري هیله مند دي.
