ولور؛ د ټولنې نادوده چې لا یې هم ځوانان قرباني دي

د ودونو  موسم دی، د روژې له رانږدې کېدو سره سم پکتیا کې د ودونو لپاره د خوښي مراسم په زیاته کچه نیول کیږي، ځوانان هڅه کوي، چې له روژې مخکې د ژوند د ملګرې ډولۍ کور ته راوړي، خو دا مراسم له زیات مصارفو سره مل وي، له ولور نیولې بیا تر خوړو او د موټرونو له ګلپوش کولو پورې.