اطلاعات روز: په کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې ناپېژانده وسله والو په دغه ولایت کې د پخواني نظام پرمهال د پولیسو یو قومندان په ډزو ټپي کړی دی.
یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، تېره ورځ (پنجشنبه،۲۵ د چنګاښ) دوو موټرسایکل سپرو ولسوالو د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په «شېر سرخ بابا» سیمه کې د پولیسو پر پخواني قومندان محمد اکبر اڅکزي ډزې کړي او هغه یې ټپي کړ دی.
سرچینه زیاتوي چې نوموړی اوس مهال د کندهار ښار میرویس روغتون کې بستر او ډاکترانو یې روغتیایي وضعیت نازک ښودلی دی.
د سرچینې په وینا، د پولیسو دغه قومندان محمد اکبر اڅکزی نومېده او د تېر جمهوري حکومت پرمهال د کندهار ښار څلورمی حوزي اړوند د عالي دارالمعلمين پوستې قومندان و.
د سرچینې د مالوماتو له مخې محمد اکبر اڅکزی د طالبانو له واکمنېدو وروسته هیڅ دنده او فعالیت نه درلوده.
کندهار کې طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوی دفتر (یوناما) اندېښنه ښودلې وه، چې یو شمېر پخواني نظامیان له نورو هېوادونو تر راستنېدو وروسته وژل شوي دي.
