د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند «بولان» سیمه کې د «وطن غږ» په نوم د یوې سیمه ییزې خصوصي راډیو د خپرونو د پیل خبر ورکوي.
د یاد ریاست لپاره د طالبانو مرستیال مولوي شیر محمد وحدت ویلي، یاده راډیو به د خبري خپرونو ترڅنګ بېلابېلې ټولنیزې، فرهنګي او مالوماتي خپرونې هم لري.
د هغه په وینا، اوسمهال په هلمند کې د ۱۰ غږیزو، یوې تصویري او یوې چاپي رسنۍ په ګډون ۲۴ رسنۍ په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.
هلمند کې یاده راډیو داسې مهال تازه په فعالیت پیل کوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې رسنۍ له نورو محدودیتونونو سره سره له مالي اړخه له زوال سره مخ دي.
