اطلاعات روز: د فراه د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي، چې د ملګرو ملتونو ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) له لوري د دغه ولایت له ۶۵ روغتیايي مرکزونو سره د ۳۷ ملیونه افغانیو په لګښت د درملو او نورو روغتیایي تجهیزاتو مرسته ترسره شوه.
د فراه د عامي روغتيا ریيس ډاکټر محمد ولي احمدزي وایي، چې په دې مرسته کې ۱۱۶ قلمه بېلابېل روغتيايي، غير روغتيايي او مرستندويه وسایل شامل دی.
نوموړی زیاتوي چې مرسته شویو توکو سره به په روغتیایي مرکزونو کې د درملو او وسایلو برخه کې شته ستونزې یوه اندازه حل شي او غوښتنه کوي چې په روغتيايي برخه کې دې په راتلونکي کې هم دغه ډول مرستې ترسره شي.
خلک هم د دغه ډول مرستو ترسره کيدو ته خوښ دي خو، شکایت کوي چې لاهم د فراه په ډيرو سيمو کې خلک روغتيايي خدمتونه ته لاس رسی نه لري.
یونیسف تر دې مخکې هم د هېواد له بېلابېلو روغتونونو سره د درملو مرسته کړې ده.
