اطلاعات روز: د هملند ځایي مسوولان وایي، چې د دغه ولایت د کجکي ولسوالۍ اړوند د «اذان ناوې» سیمه کې د هلمند پر سیند د یوه ستر پُل جوړولو چارې پیل شوې.
د دغه ولایت د ټولګټو چارو رياست د کار او ساختمان آمر انجنیر ګل احمد ویاړ نن (یکشنبه،۲۸د چنګاښ) د پروژې د پیل پرمهال ویلي، دغه پُل ۲۸۰ متره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري او ۱۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي چې د ټولګټو چارو وزارت یې ورکوي.
د نوموړي د مالوماتو له مخې د یاد پُل د جوړېدو چارې به د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.
د هغه په وینا، د دې پُل په جوړېدو سره به د هلمند سیند دواړو خواووې سره ونښلول شي او ځایي خلکو لپاره به د تګ راتګ په برخه کې مهمې اسانتياوې رامنځته کړي.
هلمند کې د یاد پل د جوړېدو چارې داسې مهال پیلېږي چې له دې وړاندې د یادې سیمې خلک د پل د نشتون له امله د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
