د افغانستان عامې روغتیا وزارت د خوراکي پولیو واکسین (OPV) د واکسیناسیون د پیاوړتیا لپاره په ارزګان او هلمند ولایتونو کې له Action Against Hunger (AAH) مؤسسې سره د ۵.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د یوه کال تړون لاسلیک کړ.
د یاد وزارت په وینا، دغه پروژه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، خدماتو ته د خلکو د لاسرسي زیاتولو او د روغتیايي ستونزو د کمولو په موخه د یوه کال لپاره پلي کېږي.
د تړون له مخې به د ۵۰ روغتیايي مرکزونو له لارې ۴۸۷ زره او ۱۵۶ اوسېدونکو ته د خوراکي پولیو واکسین خدمات وړاندې شي او ۴۲۲ کسانو ته به د روغتیا په برخه کې د کار زمینه هم برابره شي.
د AAH مؤسسې مسؤلینو هم ډاډ ورکړی چې دا پروژه به د یوه کال په موده کې د ټاکل شویو معیارونو سره سم پلي کړي او د خلکو روغتیايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
ارزګان او هلمند کې د پولیو واکسین ۵.۳ میلیونه ډالرو پروژه پیل شوه
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
