اوچا: د افغانستان په ختیځ کې د سیلابونو له امله ۲۶ کسان مړه او ۲۴ نور ټپیان شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د دوشنبې ورځې د افغانستان په ختیځو سیمو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله له ۲۶ ډېر کسان مړه شوي او ۲۴نور ټپیان دي او یو شمېر کسان لا هم ورک دي.

اوچا نن (چهارشنبه،۳۱ د چنګاښ) په خپور کړي راپور کې ویلي، چې دغو سیلابونو په نورستان، ننګرهار او بغلان ولایتونو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د راپور له مخې، د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د سیلابونو له امله ۲۳ کسان مړه، ۱۵ نور ټپیان شوي او یو شمېر نور لا هم تري تم دي، چې د هغوی د موندلو لپاره د لټون عملیات دوام لري.

راپور زیاتوي، چې په هم مهاله وخت کې د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي دروازه هم د سیلابونو شاهده وه، چې له امله یې له پاکستانه درې راستانه شوي کډوال مړه او ۹ نور ټپیان شوي هم دي.

اوچا وایي، د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې هم سیلابونو کرنیزې ځمکې او د اوبو لګولو سیستمونه زیانمن کړي، خو تر اوسه د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، تر ټولو ډېر مالي زیان د نورستان ولایت د مرکز پارون ښار ته اوښتی دی.

د اوچا د راپور له مخې، د اوبو رسولو د یوې شبکې د ویجاړېدو له امله شاوخوا زر کورنۍ د پاکو څښاک اوبو له لاسرسي بې‌برخې شوې دي.

د لومړنیو ارزونو له مخې، لږ تر لږه ۲۲ کورونه په بشپړه توګه او ۴۵ نور په قسمي ډول ویجاړ شوي دي.

همدارنګه پنځه مارکېټونه، شاوخوا ۷۰ دوکانونه، څلور پلونه، د سړک شپږ برخې، ۴۰۰ متره استنادي دېوال، ۴۵۰ متره د اوبو لګولو کانالونه او نږدې ۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه شوې ده.

سربېره پر دې، ۲۵ موټرې، د نجارۍ دوه ورکشاپونه او د ارې ماشینونه، یو جومات او یو خصوصي کلینیک هم په پارون ښار کې زیانمن یا ویجاړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي، یوازې په پارون ښار کې ۲۳ کسان مړه، ۸۰ نور ټپیان او شاوخوا ۱۰۰ تنه لا هم ورک دي.

اوچا وایي، سیلاب ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري، چې په کې بیړنی سرپناه، خوراکي مرستې، بیړني روغتیايي خدمات او طبي تجهیزات، غیرخوراکي توکي او رواني ـ ټولنیز ملاتړ شامل دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته