د طالبانو پلاوي د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له مشر سره کتلي

د طالبانو د د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحب‌زاده د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او هلته یې د دغه هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له مشر ظفر نرزلوف سره کتلي دي.

د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس نن (چهارشنبه،۳۱ د چنګاښ) په خپره کړې خبرپاڼه کې ازبکستان ته د دغه پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.

هغه ویلي، چې له دې ناستې موخه د وسپنې پټلۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه ‌اړخیزو همکاریو پیاوړتیا، د ګډو پروژو تعقیب او د زېربنایي پروژو د پلي کېدو د بهیر چټکتیا وه.

حق‌شناس زیاته کړې، چې په دې غونډه کې د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د «افغان–ټرانس» پروژې د مطالعاتو او د امکان‌سنجۍ د کار د پیل په اړه هم خبرې شوې دي.

همداراز، افغانستان ته د هرات – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د امکان‌سنجۍ او سروې د اسنادو سپارل، د تاسیساتو او نورو ګودامونو جوړول، او د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د څلورم بندر په ساحه کې د فرعي پټلیو جوړول هم د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وو.

صاحب‌زاده او نرزلوف د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد د زیاتوالي پر تخنیکي مسایلو هم خبرې کړې دي.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګرۍ کچه ۳.۵ میلیونه ټنو ته رسېدلې ده.

د مرکزي اسیا هېوادونو د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان او پاکستان د خاورې په مسیر د هند سمندر سره د نښلولو پروژه، چې د سیمې له سترو ترانسپورتي پروژو څخه شمېرل کېږي، لا هم د امکان‌سنجۍ په پړاو کې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته