د سمنګان لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي، چې د دغه ولایت د درې صوف پایین ولسوالۍ په دوو کلیو کې یوه وحشي ځناور د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه ټپیان کړي دي.
د دغې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد داړونکی حیوان تېره شپه شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې (سېشنبه، ۳۰ د چنګاښ) د درهصوف پایین ولسوالۍ پر «قرهجنګل» او «اویمتال شمالک» کلیو برید کړی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د پېښې له خبرتیا وروسته د دوی ځواکونه سیمې ته ورسېدل، داړونکی حیوان یې له منځه وړی او ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی دی.
طالبانو د دغه داړونکي حیوان ډول نه دی مشخص کړی، خو هغه انځور چې خپور کړی یې دی، د لېوه په څېر یو حیوان ښيي.
