د طالبانو مشر، هبتالله اخوندزاده، په کندهار کې په یوه غونډه کې د دې ولایت د ولسوالیو او ښاري حوزو له دیني عالمانو په ټینګار سره غوښتي چې د خپل منځ او د خلکو ترمنځ د «اطاعت» روحیه پیاوړې کړي.
دا غونډه چې نن (چهارشنبه،۳۱د چنګاښ) په کندهار کې ترسره شوې او د طالبانو مشر د کندهار دیني عالمانو ته د وینا پر مهال ویلي: «هڅه وکړئ چې هم په خپل منځ او هم د خلکو ترمنځ د اطاعت روحیه پیاوړې کړئ، څو یووالی لا ټینګ شي او د فتنې دروازې وتړل شي.»
هبتالله اخوندزاده زیاته کړې ده: »نن الله تعالی په افغانستان کې شرعي نظام راوستی دی. د شرعي امیر سره بیعت د مسلمانانو په اتفاق او د جهاد له لارې راغلی دی. له همدې امله، اوس الله تعالی علماوو ته ښه فرصت ورکړی چې له یو بل سره مینه ولري، پر یو بل باور وکړي، ترڅو دښمن د دوی ترمنځ د تفرقې د رامنځته کولو لپاره هېڅ ډول فرصت پیدا نه کړي.»
هغه د کندهار له دیني عالمانو غوښتي چې له طالبانو سره بشپړه همکاري وکړي، خلک له «بېګټې کارونو» را وګرځوي، د خلکو د فکر او ذهنیت جوړونې لپاره هڅې وکړي، د طالبانو قوانین خلکو ته ورسوي او هغوی له دغو قوانینو خبر کړي.
د طالبانو مشر، له هغه وخته چې دې ډلې بیا پر افغانستان واک ترلاسه کړی، تل یې د خپلو فرمانونو او لارښوونو د «اطاعت» او له ځان سره د «بیعت» پر اهمیت ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت، د نږدې پنځو کلونو له تېرېدو سره سره، لا هم کورنی او نړیوال سیاسي مشروعیت نه لري، او له روسیې پرته تر اوسه هېڅ بل هېواد د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
